د امریکا د متحده ایالاتو د طوفان ملي مرکز د اتلانتیک په سمندر او د مکسیکو په خلیج کې څو سمندري موسمي طوفانونه څاري چې امریکا ته یې مخه کړې ده.
دا پداسې حال کې دي چې د پاولټ په نامه طوفان د برمودا جزیرې ته رسیدلی او د سالي په نامه بل طوفان د امریکا د متحده ایالاتو جنوبي ساحل ګواښي.
د هوا پیژندنې اداره وایي د سالي په نامه طوفان ښایي د سه شنبې په ورځ د لویزیانا ایالت سواحلو ته ورسیږي او ددې ایالت په سواحلو او همداشان د میسیسیپي او الاباما ایالتونو په ساحلي سیمو کې د طوفان خبرداریورکړل شوی.
دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د لویزیانا ایالت تیره میاشت د لاورا طوفان سخت وځپه چې لا هم د بیرته رغیدو په حال کې دی. دغه طوفان پدې ایالت کې شپږ تنه مړه کړي وو او په میلیونونو ډالر زیان یې اړولی دی.
د امریکا متحده ایالات هر کال پدې موسم کې د موسمي طوفانونو سره مخامخ کیږي چې اکثر د مکسیکو له خلیج نیولې تر کاناډا پورې د متحده ایالاتو ساحلي ایالتونه ددغو طوفانونو له ګواښ سره مخامخ وي.
ددې تر څنګ هر کال په دوبي کې د امریکا په ځینو ځنګلونو کې اور لګیږي. سږکال دغه اورلګیدنې ډیرې پراخې وې چې شمالي کالیفورنیا، اورېګن، او واشنګټن ایالتونو ته یې زیات زیان ورساوه او د مقاماتو په وینا ددغه اور له کبله تر دې دمه ۳۵ تنه مړه شوي او څه باندې یو میلیون هکتار ځمکه وېجاړه شوې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس