د هوا له سړېدو او د تودوخې لپاره د برېښنايي وسایلو د کارونې له زیاتېدو سره، په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده. دغه وضعیت په وروستیو ورځو کې د ژمي په موسم کې برېښنا ته د لاسرسي په اړه اندېښنې راپارولې او د پلازمېنې د اوسېدونکو لپاره یې د ورځنیو اړتیاوو پوره کول پر یوې جدي ستونزې بدل کړي دي.
د کابل ښار د کارته چهار سیمې اوسېدونکی ذکرالله وايي، په دې سیمه کې برېښنا په پرلهپسې ډول پرې کېږي او اوسېدونکي یې د شپې او ورځې په اوږدو کې یوازې له دوو تر درېیو ساعتونو پورې برېښنا لري.
نوموړی زیاتوي، دغه وضعیت د برېښنايي وسایلو کارول د خلکو لپاره ستونزمن کړي او له حکومته غواړي چې د برېښنا د لېږد سیستم د ښه کولو له لارې د پرلهپسې پرچاویو مخه ونیسي.
د کابل بل اوسېدونکی سید عبدالله وايي، د برېښنا نامنظم پرې کېدل او بېرته وصل کېدل د رسټورانټونو فعالیتونه او د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د هغه په وینا، په هغه رسټورانټ کې چې دی پکې کار کوي، برېښنا په نامنظم ډول پرې کېږي او بېرته وصل کېږي. که څه هم دوی د لمریزې برېښنا له سیستم څخه ګټه اخلي، خو د دغه سیستم لوړ لګښت یې کاري ستونزې لا زیاتې کړې دي.
نوموړی زیاتوي، په ځینو ورځو کې د سهار له خوا یوازې شاوخوا دوه ساعته برېښنا وي او په کور کې هم د ژمي د سړې هوا پر مهال د برېښنا او ګرمو اوبو له کمښت سره مخ دي.
هغه د ټیټ اقتصادي وضعیت لرونکو کورنیو ستونزو ته په اشارې، د برېښنا منظمې رسونې ته اړتیا اړینه بولي او د برېښنا شرکت له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی عبدالحکیم وايي، په وروستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او د پلازمېنې اوسېدونکي د شپې او ورځې په اوږدو کې یوازې له پنځو تر شپږو ساعتونو پورې برېښنا لري.
د هغه په وینا، د دې ناحیې اوسېدونکي ډېری وخت د ورځې په اوږدو کې برېښنا لري، خو د شپې له خوا له پرچاویو سره مخ کېږي.
نوموړی زیاتوي، د برېښنا کمښت د اوسېدونکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې او له مسوولینو غواړي چې د برېښنا منظم تامین او د پرچاویو کمولو ته جدي پاملرنه وکړي.
ورته مهال، د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د خلکو د اړتیاوو په پرتله د برېښنا د تولید کموالی د پرچاویو اصلي لامل دی. افغانستان اوس مهال شاوخوا څلور زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د کورنیو تولیدي سرچینو او وارداتو له لارې یوازې شاوخوا ۷۵۰ مېګاواټه برېښنا برابریږي.
د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي ریاست ویاند محمد صادق حقپرست رویداد خبري اژانس ته وايي، د هوا په سړېدو، په ځانګړې توګه په باراني او واورینو ورځو کې، د برېښنايي تودوخې وسایلو کارونه زیاتېږي او د برېښنا د لېږد او وېش پر شبکو هم فشار ډېرېږي.
د هغه په وینا، د برېښنا اوسنۍ شبکې د نفوس د زیاتوالي او برېښنا ته د اوسني تقاضا په پام کې نیولو سره، د ۲۴ ساعته برېښنا برابرولو ظرفیت نه لري. د برېښنا شرکت هڅه کوي چې د لېږد لینونو، ټرانسفارمرونو او سبسټېشنونو د ظرفیت لوړولو له لارې د برېښنا د غوره لېږد زمینه برابره کړي.
حقپرست زیاتوي، دغه شرکت د برېښنا د تولید ظرفیت لوړولو لپاره د شاوخوا ۲۵۰ تر ۲۶۰ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو پر پیل کار کوي او د ژمي په موسم کې هم د برېښنا د لېږد شبکو د ستونزو د حل لپاره خپلې تخنیکي ډلې فعالې ساتي.
نوموړی له ښاریانو غواړي چې د ډېرو برېښنا مصرفوونکو وسایلو، په ځانګړې توګه د تودوخې د وسایلو د کارولو پر مهال، په یو وخت کې له څو وسایلو کار اخیستلو ډډه وکړي، څو د برېښنا پر شبکو فشار کم شي.
بلخوا، د انرژۍ او برېښنا کارپوه امانالله غالب وايي، د افغانستان د کورنۍ او وارداتي برېښنا د تولید په کچه کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، خو د ژمي په موسم کې د تقاضا په زیاتېدو سره، شته برېښنا د ټولو ښاریانو اړتیاوې نه شي پوره کولای او له همدې امله برېښنا په نوبتي ډول وېشل کېږي.
هغه زیاتوي، د ژمي په موسم کې د برېښنا واردات هم له محدودیتونو سره مخ کېږي؛ ځکه د تاجکستان په ګډون صادرونکي هېوادونه د اوبو د سرچینو د کمښت له امله د لا ډېرې برېښنا د صادرولو توان نه لري. دغهراز، د اوبو د سرچینو کمښت او ورېځې هم د کورني برېښنا تولید تر اغېز لاندې راولي.
غالب د برېښنا د پرچاویو د کمولو لپاره د برېښنا پر سپما، د لږ مصرف لرونکو او باکیفیته برېښنايي وسایلو پر کارولو او د خلکو، برېښنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کوي.
هغه دغهراز د برېښنا د نوبتي وېش د مهالوېش منظمول او له ښاریانو سره یې شریکول اړین بولي، څو کورنۍ وکولای شي خپل ورځني فعالیتونه د برېښنا د وېش له مهالوېش سره سم تنظیم کړي.
د یاد کارپوه په باور، د زړو او زنګ وهلو تجهیزاتو نوي کول، د برېښنا د لېږد لینونو پیاوړي کول او د برېښنا د تولید او لېږد پروژو بشپړول، په ځانګړې توګه د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد لین، د هېواد د برېښنا د کمښت ستونزې په راکمولو کې اړین رول لوبولای شي.
د برېښنا برابرول د افغانستان له دوامداره ننګونو څخه یوه ده. دغه هېواد، سره له دې چې د انرژۍ د تولید بېلابېلې سرچینې لري، لا هم د خپلې اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
کورني منابع، د اوبو او لمر په ګډون، د برېښنا د تولید لپاره د پام وړ ظرفیت لري؛ خو د دغو سرچینو پراختیا پانګونې او اړین بنسټیز جوړښت ته اړتیا لري. له همدې امله، پر وارداتي برېښنا تکیه او د کورني تولید محدود ظرفیت د برېښنا دوامداره برابرول د هېواد پر یوې مهمې ننګونې بدل کړي دي.
راپور: شګوفه نورزۍ
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس