په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې یې د سولې د بهیر او په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ.
ستیفانو پونتې کوروو پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي، ناټو په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
هغه وروستیو هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې دا حملې هېڅ راز توجیه نه لري او ګټه یې هېچا ته نه رسېږي.
د ناټو ملکي استازی په داسې حال کې په افغانستان کې هدفي وژنو ته اشاره کوي، چې په قطر کې د سولې د مستقیمو خبرو له پیلېدو سره سره په وروستیو څه باندې دوو میاشتو کې د دې حملو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې ډېر خبریالان، مدني فعالان او دولتي چارواکي وژل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس