د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت، امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې او د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان یو پلاوی هم په دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه به هم د همدې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وي.
همداراز د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو هڅه کوي د «مسکو فارمټ» له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې منطقي او د منلو وړ هوکړې په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس