د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتیايي مرکزونه چې د نړیوالو بنسټونو د مالي ملاتړ د پای ته رسېدو له امله تړل شوي، د لنډمهالو پروژو له لارې فعال شوي وو او وزارت هڅه کوي چې د دغو مرکزونو لپاره نوی او بدیل ملاتړ برابر کړي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، تېر کال له بېلابېلو نړیوالو او مرستندویه بنسټونو سره ۳۵۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، چې له مخې یې په بېلابېلو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي.
د راپورونو له مخې، روغتیايي کارکوونکي وايي، چې د ځینو مرکزونو تړل کېدل د میندو، ماشومانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر روغتیايي خدمتونو اغېز کړی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان روغتیايي سکتور ته دوامدار ملاتړ برابر کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس