Home » افغانستان » د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د افغانستان د آزادۍ تاریخي ورځ
د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د افغانستان د آزادۍ تاریخي ورځ

نن چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده. د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې د یوې مهمې ملي ورځې په توګه یادېږي او هر کال د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په ویاړ لمانځل کېږي.
افغانستان ۱۰۷ کاله وړاندې، په ۱۹۱۹ کال کې د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال له برېتانوي هند څخه خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. امان‌الله خان د ۱۹۱۹ کال د مې په میاشت کې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ او له برېتانوي هند سره له درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې وروسته د راولپنډۍ تړون له لارې د افغانستان د بهرنیو اړیکو خپلواک حق په رسمیت وپېژندل شو.
د خپلواکۍ ورځ د افغانانو لپاره یوازې یوه تاریخي پېښه نه، بلکې د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د هېواد د آزادې ارادې د څرګندولو سمبول ګڼل کېږي. د زمري ۲۸مه افغانانو ته د خپلو نیکونو د مبارزو او قربانیو یاد تازه کوي او د هېواد د خپلواکۍ او ملي ارزښتونو د ساتنې اهمیت ورپه ګوته کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ...