Home » دسته‌بندی نشده » د خوړو نړيوال پروګرام: دافغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
wfp

د خوړو نړيوال پروګرام: دافغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې د مرستو د کمښت له امله اړ شوي چې په افغانستان کې له هر څلورو خوارځواکو ماشومانو یوازې له یوه سره یې مرستې وکړي.

د دغه پروګرام مشر جان ایلیف له اسوشیټډپرس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې افغانستان د خوړو په برخه کې له ناورین سره مخ دی او د افغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ کړیږي.

ایلیف همدراز ویلي، چې د خوارځواکۍ اوسنی شمېرې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې، د مرستو کمښت، د بوديجې نشتوالی، د خوړو بنسټيزو پروګرامونو نشتون ، اقتصادي بحران، طبيعي پېښې او ګڼ نور عوامل هغه څه دي چې په هېواد‌کې د خوړو ناخونديتوب سبب شوي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام او نړیوالې بشري ادارې وضعيت ته په کتو ټینګار کوي، چې که نړیوال مرستندویه بنسټونه اقدام ونکړي ښېي د خوارځواکۍ بحران به لا پسې ژور شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اتلانو جام؛ نیوزلنډ پاکستان مات کړ

د اتلانو جام لومړۍ لوبه ...