د جاپان یو لوړ قضایي مقام یوې نوې زېږدلې افغانې کډوالې ته د جاپاني تابعیت د ترلاسه کولو اجازه ورکړه.
د جاپان د کيودو خبري اژانس (شنبې، د وږي ۲۴مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې دا غوښتنه په لومړي سر کې د يوې کورنۍ محکمې له خوا رد شوې وه، خو وروسته له هغه چې د ماشومې کورني وکيل د بیاکتنې غوښتنه وکړه، د ناګويا سترې محکمې يو نوی حکم صادر کړ او دې ماشوم ته یې د تابعیت په ورکولو موافقه وکړه.
د دې جاپاني رسنۍ د راپور له مخې، د افغان کډوالې د کورنۍ وکیل دا پرېکړه یو «ستر پرمختګ» بللی دی.
وکیل زیاته کړې چې ښايي دا پرېکړه په جاپان کې د افغان مور او پلار د ماشوم لپاره لومړۍ پرېکړه وي، چې په جاپان کې د کورنۍ د نوي ثبتولو اجازه ورکول کېږي.
د جاپان د تابعیت د قانون له مخې، هغه ماشوم چې په دې هېواد کې زیږیدلی وي او مور او پلار یې معلوم نه وي یا که دوی دواړه بې هېواد وپېژندل شي، د جاپان تبعه ګڼل کېږي.
«قاضي یاسوهیرو هاسګاوا» خپله پریکړه څرګنده کړه: “د ماشومې مور او پلار په ۲۰۲۲ کال کې د هغې د زیږون پر مهال بې وطنه وو، ځکه چې افغانستان په 2021 کې د سیاسي بدلونونو وروسته خپل نړیوال حیثیت له لاسه ورکړ.”
د جاپان د کډوالو د خدمتونو د ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په دغه هېواد کې یوازې له جنګ ځپلي افغانستان نه ۹ کسانو د کډوالۍ سند ترلاسه کړی و، خو دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴۷ کسانو او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳۷ کسانو ته لوړ شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس