RSF یا د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي دي.
په راپور کې دغه سازمان لیکلي چې ډیری خبریالان په هغو هېوادونو کې وژل شوي چې په سوله کې ژوند کوي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې تر ټولو زیات خبریالان په مکسیکو، عراق، افغانستان، پاکستان، فلیپین او هند کې وژل شوي دي.
په راپور کې لیکل شوي: ۸ تنه خبریالان په مکسیکو، ۴ په هند، ۳ فلیپین، ۴ سوریه، ۱یمن، ۵ افغانستان،۶ په عراق، ۴ پاکستان او ۳په هاندوراس کې وژل شوي دي.
د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې ۸۶ سلنه خبریالان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو کې الیاس داعي، ملاله میوند، یما سیاوش او رحمت الله نیکزاد په ماین چاودنو او وسلوالو بریدونو کې وژل شوي دي.