Home » سیمه او نړی » د بلوچستان په کووټه کې تازه چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې

د بلوچستان په کووټه کې تازه چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې

د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کووټه کې تازه چاودنه شوې او د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې شپږو کسانو ته چې عام وګړي دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکو ويلي چې چاودنه نن شنبه له غرمې وروسته د کووټې نوي کلي اړوند سيمه کې شوې ده. د دوی په خبره چاودنه د موټرسايکل په وسيله چې چاودېدونکي توکې په کې ځای پر ځای شوي وو، شوې ده.

د لومړنيو شمېرو له مخې په ياده چاودنه کې د ۴ ميرمنو په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي او ټول د کووټې ښار روغتونو ته لېږدول شوي دي. عيني شاهدانو ويلي چې چاودنه د پوليسو موټر ترڅنګ شوې خو چارواکو بيا پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله‌وال ډلې نه دی اخيستی خو په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه تل د بلوڅ بېلتونپالو له لوري کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په باجوړ ايجنسۍ کې هم پر پاکستاني پوليسو بمي چاودنه شوې او دوه تنه پولیس په کې وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...