د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کونړ په چوګام او د هلمند په صفار کې پر ملکي کورونو د پاکستاني هوايي بریدونو د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه بنسټ په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي، ۱۱ ټپیان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.
دغه بنسټ ویلي، پر ملکي وګړو هر ډول غیرقانوني یا بېتوپیره برید باید په خپلواکه او بېطرفه توګه وڅېړل شي او عاملین یې، پرته له دې چې هره رتبه ولري، باید حساب ورکړي.
ياد بنسټ ټینګار کړی چې قربانیان د عدالت، حقیقت او اغېزمنو حقوقي لارو چارو مستحق دي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس