د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي دوي څېړنې کړي، د څېړنې پایلې ښیي چې د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۷مه د هلمند مرکز لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو د هوایي برید په ترڅ کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو کمېسیون زیاته کړه په دغه هوايي برید کې چې پکې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي درې یې ماشومان دي.
یاد کمېسیون همدارنګه وویل په ۵ تنه نورو ټپیانو ۴ ښځې دي.
پر ملکي وګړو یاد هوايي برید د بشري حقونو کمېسیون لخوا غندل شوی او له حکومت څخه یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دا راپورونه پر داسې مهال خپریږي چې په دغه هیواد کې د جګړې ختمېدو په اړه د سولې دوهم پړاو خبرو ته هیلې زیاتې شوي دي.