د کابل لپاره د ايران نوي سفير حسن کاظمي قمي له کوم باور ليک وړاندې کولو او دیپلوماتیک پروتوکول پرته په کابل کې خپله دنده پیل او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې په لیدنه کې د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند تیره شپه ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.
سرچینه وايي په دې لیدنه کې د دواړو هیوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي، موضوعاتو خبرې وشوې چې دواړو لورو په خپلو خبرو کې د ریښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ.
د هغه په وینا، د ایران سفیر وویل، د اوبو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي اوبه داسي مدیریت شي چې ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس