د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د دوامداره باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.
په یاده لوبه کې د افغانستان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه، خو د سخت باران له امله داسې مهال لوبه لغوه شوه چې په لسم اور کې زیمبابوې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۴ منډې کړې وې.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي سبا(پنجشنبه،۲۹د لېندۍ)د هراري په لوبغالي کې ترسره شي.
یاده لوبه به د کابل پر وخت دولس بجې پيل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس