Home » دسته‌بندی نشده »  د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بې پایلې اعلان شوه

 د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بې پایلې اعلان شوه

د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د دوامداره باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

 په یاده لوبه کې د افغانستان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه، خو د سخت باران له امله داسې مهال لوبه لغوه شوه چې په لسم اور کې زیمبابوې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۴ منډې کړې وې.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي سبا(پنجشنبه،۲۹د لېندۍ)د هراري په لوبغالي کې ترسره شي.

یاده لوبه به د کابل پر وخت دولس بجې پيل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د خوړو نړيوال پروګرام: دافغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ...