ټاکل شوې چې نن(چهارشنبې، د لړم۱۶مه) د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شي.
دا سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې نن د کابل پر وخت ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰په بجو پيلېږي.
د دې سیالیو په دوام به دواړه لوبډلې د روان نومبر په نهمه، یعنې د شنبې په ورځ دویمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.
ورته مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي له بنګله دېش سره د درې یو ورځنیو سیالیو تر پیل یوه ورځ وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې بنګله دېش په یو ورځنیو سیالیو کې یوه متوازنه لوبډله ده او فغان لوبډلې د یادو سیالیو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په یو ورځنیو سیالیو کې پنځه ځلې سره مخامخ شوې دي.
دغه دواړو لوبډلو تېر کال په جولای کې د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درلوده چې دوې یې بنګله دېش او یوه یې افغانستان ګټلې وه د دغې سیالیو کوربتوب بنګله دېش کاوه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس