Home » افغانستان » د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ کرکټ لوبلړۍ نن پیلېږي

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ کرکټ لوبلړۍ نن پیلېږي

ټاکل شوې چې نن(چهارشنبې، د لړم۱۶مه) د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شي.

دا سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې نن د کابل پر وخت ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰په بجو پيلېږي.

د دې سیالیو په دوام به دواړه لوبډلې د روان نومبر په نهمه، یعنې د شنبې په ورځ دویمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.

ورته مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له بنګله ‌دېش سره د درې یو ورځنیو سیالیو تر پیل یوه ورځ وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې بنګله ‌دېش په یو ورځنیو سیالیو کې یوه متوازنه لوبډله ده او فغان لوبډلې د یادو سیالیو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په یو ورځنیو سیالیو کې پنځه ځلې سره مخامخ شوې دي.

دغه دواړو لوبډلو تېر کال په جولای کې د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درلوده چې دوې یې بنګله دېش او یوه یې افغانستان ګټلې وه د دغې سیالیو کوربتوب بنګله دېش کاوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...