Home » افغانستان » د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه د پانګونې د پراختیا هڅې کوي
سوداګرۍ

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه د پانګونې د پراختیا هڅې کوي

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس جفري ګرېکو، په کابل کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مرستیال سره د پانګونې د فرصتونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د خونې مسوولینو له جفري ګرېکو غوښتي چې امریکايي او نور بهرني پانګوال د افغانستان په صنعتي او کانیزو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

جفري ګرېکو ویلي چې هڅه کوي بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د هوکړه‌لیک د لاسلیک وړاندیز هم کړی دی.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه د نوموړي د وړاندیز هرکلی کړی او د ګډو اقتصادي همکاریو پراختیا ته یې چمتووالی ښودلی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سي‌اېن‌اېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي

د سي‌اېن‌اېن په خپل تازه ...