د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس جفري ګرېکو، په کابل کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مرستیال سره د پانګونې د فرصتونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د خونې مسوولینو له جفري ګرېکو غوښتي چې امریکايي او نور بهرني پانګوال د افغانستان په صنعتي او کانیزو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
جفري ګرېکو ویلي چې هڅه کوي بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د هوکړهلیک د لاسلیک وړاندیز هم کړی دی.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه د نوموړي د وړاندیز هرکلی کړی او د ګډو اقتصادي همکاریو پراختیا ته یې چمتووالی ښودلی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس