د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې په تیرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه له خپلو پنځو اډو څخه وتلي دي.
نوموړي ویلي، چې د سولې په برخه کې هم ډیر پرمختګونه شوي د حکومت او طالبانو له لوري د یوبل د بندیانو د خلاصولو لړۍ چټکه شوې او د بین الافغاني خبرو پیل ته هیلې زیاتې شوي.
نوموړي زیاته کړې طالبان او امریکا توافق نامې ته ژمن دي، تر لاسلیک وروسته هیڅ بهرنی سرتیری نه دی وژل شوی او ګڼ شمېر امریکايي عسکر له دغه هیواد څخه وتلي دي.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو کې سولې او بين الافغاني خبرو ته هيلې زياتې شوې وې؛ خو د کابل ادارې له لوري د بنديانو د خلاصون پروسې ځنډ بين الافغاني خبرې له نامعلوم برخليک سره مخ کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس