د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، وايي چې تهران د منځګړو له لارې د امریکا د اووه ورځني پلان په اړه خپل دریځ واشنګټن ته رسولی دی.
د بقایي په وینا، د امریکا وړاندیز تر ډېره له پخوانیو طرحو سره ورته والی لري او اصلي تمرکز یې پر اټومي موضوع دی. نوموړي ویلي، د ایران غوښتنه دا ده چې د هرمز تنګي موضوع د خبرو له مهمو او اصلي محورونو څخه وي.
هغه زیاته کړې چې د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) ترمنځ د پلټونکو د بېرته ستنېدو موضوع تر اوسه په دغو خبرو کې نه ده مطرح شوې.
اسماعیل بقایي
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس