د پاکستان د بلوچستان د پنچګور په ګیچک سیمه کې د دغه هېواد یوولس پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وایي چې په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي، اته نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې د پنځو روغتيايي حالت نازک دی.
د پوځ په وینا، پر پوځي قطار په سیمه کې د ګزمې پر مهال برید شوی دی.
د بلوچستان لبریشن فرنټ نومې تنظیم د دغه برید مسؤولیت منلی دی.
بلوچستان
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس