د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د ۸۲۴ زره زیانمنونکو خلکو د ملاتړ لپاره د ۱۸ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې منظوري ورکړې ده.
اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نهخوندیتوب او بشري اړتیاوو د زیاتوالي له امله دغه بودجه ځانګړې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه بودجه به د خوړو خوندیتوب، کرنې، روغتیا، تغذیې، ساتنې، سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او حفظالصحې په برخو کې او بشري پروژو د پلي کېدو ملاتړ وکړي.
اوچا وايي، د دې مرستو موخه د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي او د وچکالۍ په موسم کې د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د ناروغیو او مړینو مخنیوی او د اړینو بشري خدمتونو دوام دی.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس