د افغانستان دفاع وزارت چارواکي رویداد نیوز ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه پورې اړوند د څلورمې او لسمې حوزې, د بشران, بولان او چاه انجینر سیمې, چې څه وخت وړاندې ترې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاه تګ کړی ؤ, دوهم ځل تر خپل کنټرول لاندې را وستې.
په دې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې تر ۳۰ زیات طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت دا هم ویلي چې بیځایه شوي کورنۍ بیاځلې خپلو کورونو ته د ستنیدو په حال کې دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.