د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بحرین د خپل سفر پر مهال ویلي چې واشنګټن به له ایران سره د سولې د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو په بهیر کې د خلیج هېوادونو ګټې هم په جدي ډول په پام کې ونیسي.
هغه زیاته کړې چې امریکا به د ایران سره د هر ډول خبرو اترو او احتمالي پرېکړو ټول مهم جزییات له خلیج هېوادونو سره په دوامداره ډول شریک کړي، څو د سیمې د هېوادونو اندېښنې او امنیتي ملاحظات هم په پام کې ونیول شي.
په پام کې ده چې مارکو روبیو نن (پنجشنبه) په بحرین کې د خلیج د همکاریو شورا په غونډه کې ګډون وکړي، چې پکې به د سیمهییز امنیت، د ایران پر موضوع او د همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
امریکا
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس