امريکا د ايران هغه هوايي بريد غندلی، چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يې د عراق په خاوره کې دننه پر کرد ميشته سيمه کړی دی.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په دې اړه ويلي، چې د ايراني ځواکونو پروني هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي او زياته کړې يې ده، چې دا بريد په حقيقت کې د عراق د ملي حاکميت د نقض په مانا دی.
نوموړي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې امريکا د دې بريد د غندلو او مخنيوي په برخه کې د عراق له خلکو او دولت سره اوږه په اوږ ولاړه ده.
په يوه جلا اعلاميه کې چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت خپره کړې، بيا د ایران په کرد ميشتو سيمو کې د کردانو اعتراض کوونکو د ځپلو موضوع ته اشاره شوې.
په اعلاميه کې راغلي، چې د ايران په کرد ميشتو سيمو کې په زور د لاريونوالو ځپل ناوړه پايلي لري او په کې پر ايران غږ شوی، چې له دا ډول کړنو لاس واخلي.
ايراني ځواکونو پرون د عراق په قلمرو کې د کرد مخالف ګوند اهداف بمبار کړي دي. په دې بمبار کې د رسمي شمېرو له مخې ۹تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
خو د کردستان د بشري حقونو د څار سازمان ههنګاو بيا ادعا کړې، چې د ايراني ځواکونو له لوري په ترسره شوي دې هوايي بريد کې لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
د دې بريد په اړه نړيوال غبرګونونه اوس هم دوام لري. جرمني، برېتانيې او فرانسې دغه بريد غندلی او پر ايران يې غږ کړی چې له ورته اقداماتو لاس په سر شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس