Home » افغانستان » افغانستان، ایران او تاجکستان د درې‌اړخیز ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه
ترانسپورټي دهلېز

افغانستان، ایران او تاجکستان د درې‌اړخیز ترانسپورټي دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ترانسپورټ د تړونونو او قوانینو رئیس یارمحمد رمضان، د یوه پلاوي په مشرۍ د ايران په مشهد ښار کې د افغانستان، ایران او تاجکستان په درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون کړی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.
په غونډه کې هوکړه وشوه، چې د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ به درې‌اړخیز ځمکنی ترانسپورټي دهلېز جوړېږي.
د دې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي به د افغانستان له خاورې څخه انتقال او ټرانزیټ شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تشبث؛ د افغانستان په بازار کې د ښځو د وړتیاوو روایت

په داسې حال کې چې ...