Home » افغانستان » افغان حکومت: د افغانستان ۹۵سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي

افغان حکومت: د افغانستان ۹۵سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي

د جمهوري ریاست مرستیاله ویانده فاطمه مورچل پرون رسنیو ته ویلي چې د دولتي ادارو مامورین ۹۵ سلنه بایومټریک شوي دي.

فاطمه مورچل زیاته کړه چې د بایومټریک ترڅنګ دولت هڅه کوي د روان کال تر پایه د دولت کار کوونکو معاشونه د الکټرونیکي سیسټم له لارې ورکړي.

مورچل دغه خبرې د ډیجیټلي زده کړه د پرانسیت په پراسمو کې وکړې.

د “هییر افغانستان” سازمان د ډیجیټلي زده کړو یو کلن پروګرام پرانېست.

د دې سازمان غړې دنیا سنګر رسنیو ته وویل چې، دا پروګرام به د فیسبوک په ملتیا ټول افغانستان کې خلکو ته ډیجیټلي زده کړې ورکوي، څو د ډیجیټل برخه کې د خلکو ظرفیت لوړ شي.

د یاد سازمان د معلوماتو پر اساس په مجازي ډول د ډیجیتلي زده کړو دې پړاو کې ۳۰ زره ډالره لګښت راځي چې هغه به هم د همدې سازمان له خوا ورکول کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...