د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنې او شلو هېوادونو او د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې د څارنې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې او د یوه نړیوال بنسټ د جوړېدو وړاندیز یې کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه بنسټ به د مصنوعي ځیرکتیا لپاره معیارونه وټاکي او د هغو د پلي کېدو څارنه به کوي.
په ګډه اعلامیه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له کلنۍ غونډې مخکې خپره شوې، ویل شوي چې مصنوعي ځیرکتیا باید د نړیوالو قوانینو له مخې او د انسانانو تر لارښوونې، څارنې او کنټرول لاندې وکارول شي. لاسلیک کوونکو هېوادونو همداراز د ګډو معیارونو د رامنځته کولو، د مصنوعي ځیرکتیا د جدي خوندیتوب پېښو د راپور ورکولو او د هېوادونو ترمنځ د معیارونو د همغږۍ غوښتنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې جرمني، کاناډا، سویلي افریقا، استرالیا، متحده عربي امارات او سنګاپور شامل دي؛ خو د مصنوعي ځیرکتیا دوه ستر ځواکونه، امریکا او چین، یې لاسلیک کوونکي نه دي. دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ د احتمالي خطرونو او د خوندیتوب د معیارونو په اړه نړیوال بحثونه زیات شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس