Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 136)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

بلخ کې ۷ پولیس د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي. چارواکي

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې اوه پولیس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال ذبیح الله ذاهد رسنیو ته ویلي چې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې د یادې پوستې ۷ تنه سرتیري وژل ...

Read More »

امنیتي ځواکونو د عبدالولي طوفان قاتل نیولی

رویداد خبري آژانس

امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ قومي مشر او متقاعد ډګروال عبدالولي طوفان قاتل تېره ورځ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولی دی. د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ډګروال عبدالولي طوفان قاتل یې نیولی دی، ...

Read More »

پاکستان کې یو خبریال وژل شوی

د پاکستاني راپورونو له مخې د یاد هېواد په شمال لویدیځه سیمه کې نامعلومو وسلوالو یو خبریال وژلی دی. پاکستاني پولیس رسنیو ته ویلي خبریال قیس جاوید په دیره اسماعیل خان ښار کې د وسلوالو موخه ګرځیدلې. د دېره اسماعیل خان امنیتي چارواکو ویلي چې د یادې پیښې په اړه ...

Read More »

چارواکي: سږکال خوست کې د ګنیو حاصلات زیات شوي

رویداد خبري آژانس

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال په خوست ولایت کې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګنۍ تولید شوې دي. د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د دې ولایت د مرکز متون په ګډون باک او صبریو ولسوالیو کې پر۵۸۶هکتاره ځمکه ګنۍ کرل ...

Read More »

عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه ناسمه پرېکړه بولي

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړۍ تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه کاملآ ناسمه بولي. عبدالله عبدالله چې نن سې شنبې د ډیسمبر اتمه ( لیندۍ ۱۸) د افغان سولې بهیر په تړاو یوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ...

Read More »

پکتیا کې امنیتي ځواکونو دوه د ځانمرګي واسکټونه او د وسلو یو زیرمتون کشف کړي

نن سه شنبه ( ۱۸ ليندۍ) د پکتیا ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي امنیت په یوه عملیاتو کې د وسلوالو یو لوی زیرمتون چې پکې وسلې او مهمات وو، کشف کړي دي. چارواکو په اعلامیه کې ویلي دغه لوی زیرمتون چې د میرزکي په ...

Read More »

افغانستان کې ۲۳۰ کسان تازه په کرونا وېروس اخته شوي

رویداد خبري آژانس

د روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د کرونا وبا ۲۳۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې. دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۶۵۴مشکوکو سمپلونو معاینا تو شوي چې په خبره یې ۲۳۰ یې مثبت او پاتې منفي وو. یاد وزارت وايي چې ...

Read More »

دفاع وزارت ادعا کوي چې په ارزګان کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (۱۳۹۹ د لیندۍ ۱۸ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې پر امنيتي ځواکونو د برید پلان درلود. اعلامیه زیاتوي د وسلوالو طالبانو د پلان په شنډولو سره دوی ...

Read More »

هغه هندی سړی چې له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې په شا روان دی

رویداد خبري آژانس

يو هندی سړی له تېرو ۳۱ کلونو څخه په شا روان وي! يو هندوستانی سړی چې ماني مانیټان نومېږي له تېرو ۳۱ کلونو راهيسې په شا يا د ځينو په اصطلاح (په څټ) په رېورس روان وي تر څو نړۍ ته وښيي چې نړيواله سوله د خلکو هېره شوې ده ...

Read More »

افغان حکومت: د نورو طالب بندیانو خوشې کول د سولې بهیر بریا ته نشي رسولای

د افغانستان ملي امنیت شورا چارواکي وايي د نورو طالب بندیانو خوشي کیدل د سولې پروسه بریا ته نه شي رسولای. د ملي امنیت شورا ویاند  رحمت الله اندړ وايي ۵۵۰۰ طالب بندیان چې خوشې شول، د سولې له پروسې سره کومه مرسته ونه کړه، نوموړی زیاتوي د طالبانو ۷۰۰۰ ...

Read More »