ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی، که څه هم برېتانوي چارواکو په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته خپل زرګونه افغان همکاران له افغانستان څخه برېتانيې ته لېږدولي؛ خو لا هم دغلته د برېتانيې سفارت سلګونه افغان کارکوونکي اېسار پاتې دي. د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، د يادو کسانو شمېر ...
Read More »شمالي وزيرستان کې نامالومو وسلهوالو درې کسان هدفي وژلي
د هدفي وژنو په ترڅ کې يو وار بيا نامالومو وسلهوالو پرون جمعه د (چنګاښ په ۱۰مه) په شمالي وزيرستان کې ۳ ځوانان وژلي دي. ځايي سرچينو ويلي، لومړۍ پېښه د ميرعلي په بازار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې پر موټرسايکل سوارو کسانو په ياد بازار کې پر دوو ...
Read More »امريکا: پر ښځو د بنديزونو له دوام سره به ط.البان د تعامل فرصت له لاسه ورکړي
امريکايي چارواکو په افغانستان کې پر بشري حقونو او په ځانکړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو بنديزونه چې زدهکړو ته د نجونو لاسرسي محدودول هم په کې شامل دي، اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو بشري حقونو په عالي شورا کې د امريکا استازي ميشل ټيلر پرون جمعه ...
Read More »رينا اميري: له ط.البانو سره د نړيوالو تعامل د بشري حقونو په برخه کې ګټه نه ده کړې
د افغانستان لپاره د بشري حقونو او د ښځو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو نقض په بې سارې توګه دوام لري. نوموړې په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکايي ...
Read More »ملګري ملتونه: د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب لپاره دې همغږي رامنځته شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړيوالې شورا يو بيا په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو پر حقونو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم دغلته د ميرمنو او نجونو د حقونو نقض په شدت سره دوام لري. د يادې شورا مشرې ميشل باشلې پرون جمعه د ...
Read More »کانونو وزارت: پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرول يو فرصت دی
وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف خپل حکومت ته له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو په برخه کې د جديت لارښوونه وکړ، ورسره د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت پاکستان ته د ډبرو سکرو په زياته پيمانه صادرول يو عمده فرصت ياد کړ. ...
Read More »اوچا: په پکتيکا او خوست کې د لزلې له امله ۴۰۵ ماشومان مړه او ټپيان شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا مسوولانو خبر ورکړی، چې د وروستۍ سختې زلزلې له امله په خوست او پکتيکا کې سلګونه ماشومان مړه او ټپيان شوي دي. د دې ادارې رئیس کريس نيامندي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ...
Read More »روغتيا وزارت: په زلزله ځپلو سيمو کې د ناروغيو خورېدو احتمال شته
د عامې روغتيا وزارت مسوولانو خبر ورکړی، چې د افغانستان په زلزله ځپلو سيمو کې خلک اوس هم بېړنيو مرستو او په ځانګړې توګه خوراکي توکو او پاکو اوبو ته اړتيا لري. د دې وزارت وياند شرافت زمان روېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د پکتيکا او خوست په هغو ...
Read More »د امريکا په ټکزاس کې له يوې کانټينري لارۍ ۴۶ مړي ترلاسه شوي
د امريکا په ټکزاس ايالت کې پوليسو له يوې کانټينري لارۍ څخه د پلټنو پرمهال د ۴۶ کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې پر يادو جسدونو سربېره د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه نور هم په خورا خراب ...
Read More »مجاهد: کابل کې د علماوو غونډه د دوی په غوښتنه ترسره کېږي
د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد بېګاه شپه د (چنګاښ په ۶مه) تائيد کړه، چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې ګډې لويې غونډې کوربه وي. نوموړي په يوه ټوېټ کې ياده غونډه د ديني عالمانو او قومي مشرانو غونډه بللې او ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس