د امريکا په شيکاګو ايالت کې پرون دوشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۱۳مه) د ازادۍ جشن نمانځنې پرمهال د وسلهوال بريدګر له لوري پر خلکو ډزې شوي. پوليسو ويلي چې ډزې د رابرټ يي کريمو په نوم يوه ۲۲کلن هلک کړي او په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي ...
Read More »د کاراکالپاکستان په نااراميو کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان دي
د ازبکستان چارواکو تائيد کړې چې په کاراکالپاکستان (قاراقالپاکستان) کې د امنيتي ځواکونو پر شمول عامو خلکو ته هم د روانو ناارامنيو په ترڅ کې زيان اوښتی دی. د ازبکستان د لويې څارنوالۍ وياند ابرار مماتاوف نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د نوموړي هېواد ۲۴ ټلوېزيون ته ويلي، چې ...
Read More »اسټراليا يو وار بيا په افغانستان کې پر جنګي جرمونو اعراف کړی
د اسټراليا نوي دفاع وزير ريچارډ مايلز يو وار بيا اعتراف کړی، چې ځواکونه يې په افغانستان کې د ماموريت پرمهال پر جنګي جرمونو مرتکب شوي او د عاملانو محاکمه کېدل به يې دوام ولري. نوموړي يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې دغه جنګي جرمونه خورا د شرم وړ ...
Read More »ډنمارک کې وسلهوال کس درې تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي
د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن په يوه سودګريز مرکز کې يوه کس چې وسله ورسره وه پر خلکو ډزې کړي. د ډزو په ترڅ کې ۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. په کوپنهاګن کې د پوليسو مشر سويرين توماسن ويلي، چې بريد د يوه ۲۲ کلن ...
Read More »اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۴۰ ميليون يورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې ماشومانو ته دګوزڼ ضد واکسين د تطبيق او ځينو نورو برخو کې د ماشومانو ملاتړ په موخه د ۴۰ ميليون يورو مرستې اعلان کړی دی. د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو وجهي صندو يا يونيسف نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) ويلي، چې د اروپايي ټولنې ...
Read More »قطر د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو پر دوام اندېښنه ښودلې
قطري چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورين د دوام ترڅنګ، په دې هېواد کې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د تړلو پر دوام هم اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په عالي شورا کې د قطر د استازولۍ سرپرستې جوهره السويدي يادې شورا ته ...
Read More »عبدالکريم خرم: تورخم او سپين بولدک کې د افغانانو سپکاوی دوام لري
د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس عبدالکريم خرم وايي، چې په تورخم او سپين بولدک کې پښتونخوا او پاکستان ته د اوښتو پرمهال افغانان له بېلابېل ډول سپکاويو سره مخ کېږي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن يکشنبه د (چنګاښ ...
Read More »پاکستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹تنه مړه شوي
د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيو نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) راپور ورکړی، چې د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې مسافر وړونکی بس کندې ته لوېدلی او په کې ۳۱ سوارليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، بس له راولپنډۍ څخه د کووټې پر لور روان ...
Read More »هند کې د پاڼ ښويېدنې له امله ۲۶ تنه مړه شوي
فرانس پرېس اژانس راپور ورکړی چې د هند په منيپور ايالت کې د اورګاډي يوې پروژې د ساتونکو پر کمپ د خاورو پاڼ ښويېدلی او په ترڅ کې يې ټولټال ۲۶ کسان مړه شوي دي. د راپور له مخې، پاڼ د هند د پوځ اړوند د هغې نظامي قطعې پر ...
Read More »علماوو پرېکړهليک: د نظام پر ضد وسلهوال مخالفت بغاوت دی او مخه دې يې ونيول شي
په کابل کې د ديني عالمانو درې ورځنۍ غونډه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۱مه) د يوه ۱۱ مادهييز پرېکړهليک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دې پرېکړهليک کې راغلي، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د فسا او غصب په ختمولو سره مستحکم حکومت رامنځته کړی او ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس