فليپيني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد يوه پوځي الوتکه د ناستې پرمهال نسکوره شوې او په کې ۲۹ تنه سپاره مړه شوي دي. د فليپين پوځ هم ياده پېښه تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د پوځ ...
Read More »رېچرډز: له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل سم قضاوت نه دی
د برېتانيا پخوانی لوی درستز لارډ ډېويډ ريچرډز وايي، په موجوده وضعیت کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل لويه تېروتنه ده او زياتوی د همدې تېروتنې له امله ښايي افغانستان يو ځل بيا د کورنۍ جګړې پخواني دور ته ستون شي. نوموړي پرون شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) ...
Read More »باجوه: افغان طالبان په پاکستان کې دي، خو پر وړاندې يې اقدام نه شو کولی
د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو د دغه هېواد پارلمان ته د تړلو دروازو تر شا غونډه کې چې د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شوې منلې، چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د مېشتېدنې په اړه وروستي خبرونه رښتيا دي. د پاکستان د پوځ لوی درستز قمر ...
Read More »وېلسن: طالبان د افغانانو په تهديدولو سره سولې ته نه شي رسېدای
په کابل کې د امريکا شارژدافېر راس وېلسن وايي، وسلهوال طالبان په ټولنيزو رسنيو کې د ډار خورولو، تهديدولو او دغه راز پر فعالانو د برېد کولو سره له تاوتريخوالي ډک تبليغات کوي. نوموړي تازه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) په خپل ټوېټر کې ليکلي، دا ډول تبليغات له ...
Read More »امريکا د بګرام هډې په پرېښودو سره، په افغانستان کې لوی عمليات پايته ورسول
نيو يارک ټايمز ورځپانې د امريکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته د بګرام هوايي هډې د سپارلو په تړاو په خپل راپور کې ويلي، افغان ځواکونو ته د يادې هډې په سپارلو سره امريکايي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو او نور ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل لوی عمليات هم پايته ...
Read More »بايډن: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو بهير ژر نه شي بشپړېدای
د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير له پلان سره سم ښه روان دی. خو په خبره يې د دغه بهير بشپړېدل ښايي وخت ونيسي. نوموړي پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۱۲مه) د يوه خبري کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وويل، ...
Read More »اېتوپيا حکومت د اوربند، خو وسلهوالو د جګړې اعلان کړی
په داسې حال کې چې تېره دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) د وسلهوالو لاس ته د ټېګري سيمې مرکز له لوېدو سره سم اېتوپيا حکومت د اوربند اعلان وکړ، خو د ټېګري خلکو د ازادۍ جبهې په نوم وسلهوالې ډلې د دغه هېواد له ځواکونو سره د جګړې لپاره د ...
Read More »جنوبي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د وسلهوال بريد پرمهال په پوسته کې موجودو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګر ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياد بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې دغه وسلهوال بريد بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۹مه) ...
Read More »ملګرو ملتونو له امريکا غوښتي چې پر ايران بنديزونو لغوه کړي
د ايران او مريکا ترمنځ د اټومي تړون د بيا احيا کولو په اړه د دواړو لوريو په مذاکراتو کې پرمختګ ته په پام سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرش د امريکا له ولسمشر جوبايډن غوښتي چې پر ايران د اټومي پروګرام له امله لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. نوموړي ...
Read More »اسرائيلو په لومړي ځل د خليج په يوه هېواد کې سفارت پرانيست
د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ چې دا مهال عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، په دغه هېواد کې يې خپل سفارت پرانيست. د ليپېډ له لوري په عربي اماراتو کې د اسرائيلو سفارت پرانېستل بې ساری اقدام بلل شوی او له دې سره دا لومړی ځل دی ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس