زلمي خلیلزاد وایي په کابل پوهنتون کې وروستي برید وښوده چې طالبانو او افغان حکومت باید د یو بل پر وړاندې د امتیاز غوښتلو جګړه پای ته ورسوي. د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ کې پر کابل پوهنتون ...
Read More »رحمت الله قریشي د افغانستان کرکټ بورد اجرائیه رییس په توګه وټاکل شو
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، رحمتالله قريشي د دغه ادارې د نوي اجرائيه ریيس په توګه ټاکل شوی دی. د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي او د بورډ غړو څه موده وړاندې د اجراییه ریاست ...
Read More »پکتیا کې پر یوه پوسته موټر بم برید شوی
نن دوشنبه ۱۲ د لړم د پکتیا ولایت څخه رویداد نیوز ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې بيګا شپه د پکتيا روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوسته وسلوالو د موټر بم د برید پلان درلود چې امنیتي ځواکونو پیژندلی دی او وړاندې يي نه دی ...
Read More »کاناډا تر راتلونکو درېیو کلونو پورې۱،۲ میلیونه کډوال قبلوي
د کاناډا دولت اعلان کړی چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به ۱،۲ میلیونه کډوالو ته قبولي ورکړي. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر مارکو مندیچینو وایي، دولت یې په پام کې لري چې د کرونا وایروس له کبله د ځپلو شویو کسانو سره د مرستې او دغه راز په ...
Read More »په بلجیم کې د هغه ښوونکي دنده ځنډول شوې چې په صنف کې یې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته ښکاره کړی وو
په بلجیم کې د هغه ښوونکي دنده ځنډول شوې چې په صنف کې یې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته ښکاره کړی وو. د دغه هیواد د ښي اړخو ګوندونو سیاستوالو بیا د چارواکو پر دې پریکړې سخت انتقادونه کړي دي. هغه ښوونکی چې دنده یې ځنډول شوې ...
Read More »فیلیپین کې زورور توفان ۱۰ کسان مړه کړي
د بهرني رسنیو په حواله د فیلیپین په ختیځ کې د یوه زورور توفان له امله شاوخوا ۱۰ کسان يي وژلي دي. د فیلییپین چارواکي وايي د پرون سهار توفان دومره قوي وو چې په یوه ساعت کې یې سرعت ۲۰۰ کیلومترو ته رسېده چې د خټو او خاورو د ...
Read More »اذربایجان د ارمنستان توغندیز سیستم له منځه یوړه
د اذربایجان پوځ د ارمنستان توغندیز سیستم چې د بیرده په ښار يي کارولي وو له منځه یوړ. د بهرني رسنیو په حواله د یاد هېواد د دفاع وزارت لخوا یو ویډویو خپور شو چې پکې د اذربایجان ځواکونو د ارمنستان اړوند سیمرچ ډوله توغندیز سیستم له منځه وړي. د ...
Read More »د مالیزیا دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې چې د یاد هېواد له سترو او معتبرو اسلامي ټولنو ده، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام محکوم کړ او دا جګړه یې د اسلامي شریعت ضد او ناروا وبلله. له بهرنیو چارو وزارت په خپره ...
Read More »پاکستاني عسکرو د یوه مشر په ګډون څو بلوڅان تښتولي
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پرون د یکشنبې په ورځ د نومبر۲ (لړم۱۲) د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان عسکرو د بلوڅو پر ضد عمليات کړي او د يوه قومي مخور په ګډون يې څو تنه له ځان سره وړي دي. دوی وايي، پاکستاني عسکرو پرون د پنجګور ...
Read More »د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندهار چارواکي وايي، د ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د دې ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” هوايي ځواک د ارغنداب ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس