Home » سیمه او نړی (page 64)

سیمه او نړی

پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات پیلوي

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې تر روژې وروسته د وسله والو ډلو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی. پاکستانیو رسنیو ویلي چې دا اعلان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمیټې غونډه کې وشو. د لومړي وزیر له ...

Read More »

سږ کال لومړيو دریو مياشتو کې خيبر پښتونخوا کې ۱۲۵ پوليس وژل شوي

د خیبرپښتونخوا پولیس وايي، د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې په دغه ایالت کې ۱۲۵ پولیس وژل شوي دي. د دوی په وینا، په یاده موده کې پر پولیسو ټول‌ټال ۲۵ بریدونه شوي خو تر ټولو ډېر بریدونه په جنورۍ کې شوي دي. د سږ کال د جنورۍ ...

Read More »

اسرائيلو په لبنان او غزه کې ځينې سیمې په توغنديو ويشتلي

د اسرائیلو پوځ په لبنان او غزه کې نن سهار وختي ځینې ساحې په توغندیو ویشتلي دي. ویل شوي دغه توغندي د هغو راکټي حملو په ځواب کې شوي چې، د حماس ډلې له‌خوا شوې وې. دا پېښې داسې وخت کېږي چې روانه اوونۍ په بیت المقدس کې پر اقصی ...

Read More »

اوکرايني او روسي ځواکونه د باخموت نیولو لپاره سخته جګړه روانه کړې

اوکراین او روسیه لا هم د اوکراین د ختیځ ښار بخموت له یوې ساحې د یو بل د پوځیانو د ایستلو هڅه کوي. د اوکراین پوځ ویلي چې، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د روسیې له‌خوا د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې څه باندې ۴۰ حملې شوې دي. ...

Read More »

د پاکستان پوځ په سویلي وزيرستان کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ په سویلي وزیرستان کې د سخت‌دریځو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو په نتیجه کې د اته وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی. د اسوشټید پرېس اژانس د راپور له مخې پوځ ویلي چې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات تېره شپه د سویلي وزیرستان په شین ...

Read More »

په کابل کې د بریتانیا سفارت نیپالي ساتونکي له لندنه نه ایستل کېږي

په کابل کې د بریتانیا سفارت یو شمېر نیپالي ساتونکو ته ویل شوي دي چې له بریتانیا د شړلو چاره یې درول شوې ده. دا ساتونکي چې د ”ګورکها” په نامه یادېږي، په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا کې مېشت دي. پر هغه هوټل ...

Read More »

د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو چين کې لومړۍ رسمي ناسته کړې

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون الاخباریه ویلي، د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له اوو کلونو وروسته په چین کې د خپلو لوړ پوړو ډیپلوماټانو لومړنۍ رسمي ناسته ترسره کړه. دا ناسته له کلونو وروسته د چین په منځ‌ګړیتوب د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو ...

Read More »

په مشروط ډول په اکټوبر کې د پاکستان د ټاکنو له ترسره کیدو سره د عمران خان

د پاکستان تحريک انصاف مشر او د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، که له حکومت سره له اوسني اقتصادي او مالي بحرانه د وتو لاره وي نو دی تر اکتوبره ټاکنو ته انتظار کولای شي. نوموړي د اپرېل پر څلورمه په لاهور کې له کوره پلویانو ته ...

Read More »

د فرانسې ولسمشر چین ته سفر کوي

تمه ده چې د فرانسې ولسمشر نن پېکېنګ ته ورسېږي. ایمانویل مکرون هیله لري چې د دې سفر په ترڅ کې به، چین پر اوکراین د روسیې د یرغل له ملاتړ څخه لاس اخیستو ته وهڅوي او همدا راز له دې لوی تجارتي شریک سره به د اړیکو پر نږدې ...

Read More »

د ترکیې او سوریې د اړیکو پراختیا په موخه غونډه پایته ورسیده

د روسیې، ترکیې، سوریې او ایران جګپوړو ډیپلوماتانو پرون په مسکو کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله. دا غونډه کریملین د هغو هڅو په ترڅ کې رابللې وه چې، هدف یې د ترکیې او سوریې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره منځګړتوب و. د روسیې ...

Read More »