Home » سیمه او نړی (page 63)

سیمه او نړی

کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله د اور وژنې څلور کارکوونکي مړه شوي

د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نه‌دی معلوم. ...

Read More »

بلوچستان کې په یو وسله برید کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي

د بلوچستان د پولیسو چارواکي وایي، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) څلور پولیس د وسله والو یاغیانو سره په ډزو کې ووژل شول. تر دې پېښې څو ساعته مخکې د بلوچستان په مرکز کویټه کې په یوې بمي چاودنې کې څلور کسان وژل شوي وو. چارواکيو ...

Read More »

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوماليا لپاره د پراخ نړيوال ملاتړ غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سومالیا ته د سفر پر مهال پرون سه‌شنبه د دغه هېواد لپاره «پراخ» نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه. سومالیا چې یو بې‌وزلی هېواد دی، له کلونو راهیسې د وچکالۍ او د افراطي وسله‌والو د تحرکاتو په وړاندې مبارزه کوي. ګوتېرش دغه سفر ته د «پیوستون» ...

Read More »

اوکرایین کې د جګړې په اړه ډېر پټ امریکايي اسناد ډاګیز شوي

امریکايي او نور لوېدیځ کارپوهان د هغو لسګونو پټو اسنادو د ډاګیزونې د سرچینې د موندلو هڅه کوي چې پر انټرنېټ خپاره کړل شوي دي. په دغو اسنادو کې د اوکرایین د هوايي دفاع د سیستمونو په اړه جزییات هم دي. په دې اسنادو کې نخچې، تشریحي رسمونه او انځورونه ...

Read More »

له چاد څخه د آلمان سفیر شړل شوی

د چاد حکومت د آلمان سفیر کریستین ګوردون څخه جمعه د شپې وغوښتل چې په ۴۸ ساتونو کې دې له دغه هېواد څخه ووځي. د چاد حکومت «بې ادبه چلند» او د «ډيپلوماسي دودونو ته نه درناوی» د سفېر اېستلو لپاره د دلایلو په توګه مطرح کړي. د دغه ۱۷ ...

Read More »

ایران د ‘بې‌حجابه ښځو موندلو لپاره د څار کامرې نصبوي’

ایراني پولیسو ویلي، ایراني چارواکو په عامه ځایونو کې د هغو ښځو د څارنې لپاره د څار کامرې لګول پیل کړي، چې په وینا یې حجاب نه لري. پولیس زیاتوي، هغه ښځې چې د بې‌حجابۍ له کبله معلومې شي، لومړی به د خپلو وېښتانو د نه پټولو له کبله یو ...

Read More »

اردن او اسراییلو په مسجد الاقصی کې د سپکاوي ‌پر سر ناندرۍ کړي

په الاقصی جومات کې د سلګونه فلسطیني ځوانانو د ځای پرځای کېدو په درشل کې، د اسراییلو حکومت له اردن نه غوښتي چې دغه کسان د حرم شریف له انګړه وباسي. اردن د الاقصی د پالنې مسؤلیت لري. یاد فلسطینیان چې تېره شپه د تراویح له لمانځه وروسته د مسجد ...

Read More »

د کردانو په کورواکې سیمه د ترکیې بمباري د عراق ولسمشر لخوا وغندل شو

د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید پرون شنبه د کردانو په کورواکې سیمه کې، سلیمانیه هوايي ډګر ته نږدې د ترکیې بمباري وغندله. رشید په یوه اعلامیه کې ویلي، د کردستان پر خلاف د ترکیې پوځي عملیات دوام لري، چې وروستۍ بمباري د سلیمانیه ملکي هوايي ډګر په وړاندې تېره جمعه ...

Read More »

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې چارواکو ویلي، چې د پوځ پر یو موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د خیبر په ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته ...

Read More »

د پاکستان پوځ: ګلزار امام مو نیولی دی

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر ګلزار امام یې چې په شمبي مشهور و، د یولړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې دا خبر ورکړی، خو نه دي یې ویلي چې دا عملیات څه وخت ...

Read More »