د پاکستاني رسنیو په حواله د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل چې چین پاکستان ته د کرونا ضد واکسین ۵۰۰ زره ډوزه مرسته کوي. ویل کیږي چې په پاکستان کې د کرونا ویروس پېښې ۵ لکه او ۲۷ زرو ته رسیږي او د مړینې کچه ۱۱ څخه اوښتې. ...
Read More »هند کې د واکسین تولید په ستر مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې
راپورونه وايي د هندوستان هېواد سیروم په انستیتیوت کې چې د نړۍ د واکسین تولید تر ټولو لوی مرکز دی پکې اورلګیدنه رامنځته شوې، چارواکي وايي په دې اور لګیدنه کې ۵ تنه وژل شوي دي. هندي چارواکو وویل دغه اورلګیدنه پدې مرکز کې به د درملو او د کروناویروس ...
Read More »بغداد کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۸ تنه وژلي
عراقي چارواکي وايي د بغداد ښار کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې په کې ۲۸ تنه وژل شوي دي. عراقي پوځیان وايي دغه ځانمرګي بریدونه د بغداد په مرکز طیران چوک د بازار په منځ کې شوي دي. د عراقي پوځ د ټولنیزې دفاع مشر جنرال کدهیم سلمان رسنیو ته ...
Read More »پاکستان کوټه کې د یوې چاودنې له امله ۴ حکومتي ملېشې وژل شوي
د پاکستان حکومتي چارواکي رسنیو ته ویلي چې په یوه چاودنه کې د دوی د ملېشو څخه ۴ غړي وژل شوي دي. چارواکي وايي بلوچستان ایالت کوټه د کهلو په سیمه کې پر ملېشو هغه مهال چاودنه وشوه چې په ګزمه بوخت ول. امنیتي کسان وايي په چاودنه کې ۵ ...
Read More »د وینزویلا ولسمشر:ډونالډ ټرمپ ته مو ماتې ورکړه
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له سپینې ماڼۍ څخه د ډونالډ ټرمپ پر تګ خوشالي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې هغه ته یې ماتې ورکړې ده. نیکولاس ویلي، ټرمپ یو بې بندوباره او داسې کس و چې پر سیاست یې سر نه خلاصېده او ټولې پرېکړې یې ...
Read More »مصر له قطر سره دپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې
مصر او قطر د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (سلواغې ۱) موافقه وکړه چې له یو بل سره دپلوماتیکې اړیکې بیرته ټینګې کړي. د مصر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سعودي پر مشرۍ له دوحې سره د اړیکو د درې کلن بندیز د پای ته رسیدو وروسته مصر ...
Read More »حسن روحاني:ډونالډ ټرمپ په سیاست نه پوهېده بایډن ته هیلې شته
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې که چېرته امریکا تړون ته راوګرځي دوی هم خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې کېږي. نوموړي د ټرمپ دوره نه یوازې د امریکا بلکې د سیمې او نړۍ لپاره توره دوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ په سیاست نه پوهېده ...
Read More »سویس حکومت رایه ورکوونکو ته: په حجاب بندیز مه منئ
د سویس حکومت رایه ورکوونکي هڅولي دي چې د مارچ د میاشتې په ۷ نېټه دې په عمومي ټولپوښتنې کې پر حجاب/بورقې د بندیز د وړاندیز په خلاف رایه ورکړي. که دا وړاندیز ومنل شي نو مسلمانې ښځې نشي کولی چې په حجاب کې ټول مخ پټ کړي. د سویس ...
Read More »ملانیا ټرمپ:تاوتریخوالی هیڅکله د حل لار نه ده
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ له سپینې ماڼۍ سره د مخه ښې په مناسبت وینا کې د ټرمپ د پلویانو وروستي عمل ته په اشارې ویلي، چې که څه هم پر کانګرس ماڼۍ یرغل او ځینې نور پارونکي اقدامات له هېواد سره له لیونۍ مینې پرته ...
Read More »روغتیا نړیوال سازمان د کووید-۱۹ واکسین پر وېش نیوکه کړې
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، شتمن هېوادونه د کووید-۱۹ ضد واکسین په وېش کې بې عدالتي کوي چې دا به د یو ستر ناورین سبب شي. د ورغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومي۲۹) یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس