Home » اقتصادی (page 44)

اقتصادی

ننګرهار کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه بڼونه جوړېږي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د نويو بڼو د جوړولو چارې پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي. د کرنې رئيس عبدالستار وايي چې دا بڼوبه په کوټ، اچين، خوږياڼو، روداتو، چپرهار، دره‌نور، بټي کوت، لعلپورې، مومندرې، ...

Read More »

پوتين: لوېديځ په افغانستان کې د کډوالۍ بحران مسوول دی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په افغانستان کې د کډوالۍ بحران په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې دغه بحران اقتصادي او نظامي عوامل لري. نوموړي د (Russia1) په نوم له يوه روسي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د کډوالۍ اوسنی بحران چې ...

Read More »

WFP: پر خوراځواکۍ اخته افغان ماشومان له درملنې وروسته د لوږې له امله بيا پر خوارځواکۍ اخته شوي

سي اېن اېن ټلوېزيون په افغانستان کې د لوږې په اړه په خپل يوه تازه راپور کې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP د رئيس په حواله ويلي، په افغانستان کې لوږه پر يوې فاجعې د بدلېدو په حال کې ده. د خوړو نړيوال سازمان رئيس ډيوېډ بيزلي چې تازه ...

Read More »

مجاهد: اسلامي امارت په اقتصاد برخه کې له لويې ننګونې سره مخ دی

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد مني چې دامهال په افغانستان کې د عامو افغانانو اقتصادي وضعيت ناسم دی او زياتوي چې وضعيت په پام سره په اوس کې اسلامي امارت د اقتصاد له پلوه له عمده ننګونې سره مخ دی. نوموړي نن يوه خبري کنفرانس ته وويل، په اوسنيو شرايطو ...

Read More »

نړيوال بانک: اوس امکان نه لري چې له افغانستان سره مستقيمې مرستې وکړو

د نړيوال بانک رئيس ډيوېډ مالپاس په افغانستان کې د وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، په اوس کې دا هېڅ امکان نه لري چې نړيوال بانک دې په مستقيمه توګه افغانستان ته مرستې ورکړي. نوموړي پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د امريکا ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو ...

Read More »

د ماشومانو درملنې په موخه د روغتيا نړيوال سازمان مرسته کابل ته را ورسېده

په افغانستان کې د ماشومانو روغتيايي وضعيت د ښه کولو او د ناروغو افغان ماشومانو د درملنې په موخه، د روغتيا نړيوالو سازمان د طبي مرستو جوپه د قطر په همکارۍ کابل ته را ورسېده. د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون غړي احمدالله وثيق په دې اړه خپل ټوېټر کې ...

Read More »

ملګري ملتونه: تر راتلونکي کال پورې ښايي ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له بحران سره مخ شي

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوې پراخې لوږې ته په پام سره ښايي، تر راتلونکي کال پورې ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له شديد بحران ...

Read More »

خوړو نړيوال سازمان: له افغانانو سره د مرستې لپاره ۲سوه ميليون ډالرو ته اړتيا ده

د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، هڅه کوي چې د روان کال تر پايه هغو اړمنو افغانانو ته کافي مرستې ورسوي چې له دوی سره راجسټر شوي دي. د دې سازمان وياند وحيد اماني بي‌بي‌سي ته ويلي، د نوموړي سازمان له پلان سره سم هغو افغانانو ته چې د ...

Read More »

پاکستان افغانستان ته د هند مرسته شويو غنمو د لېږد اجازه نه ورکوي

په داسې حال کې چې دامهال د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي له لوږې او خراب اقتصادي وضعيت کړېږي، خو د پاکستان حکومت هغو ۵۰زره ټنه مرسته شويو غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوي، چې د هند حکومت يې له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې اعلان ...

Read More »

د سپين بولدک-چمن لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

له پرېکړې سره سم نن سې‌شنبه د ( لړم په ۱۱مه) د سپين بودلدک او چمن لار چې د له مودې راهيسې د سوداګرۍ او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه. د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د پرېکړې له مخې به، د ...

Read More »