Home » اقتصادی (page 20)

اقتصادی

د اوسپنې پټلۍ ادارې په يوه کال کې ۲.۵ مېليارد افغانۍ عوايد راټول کړي

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان ولس ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې څرګنده کړه چې دې ادارې د يوه کال په ترڅ کې ۲.۵ مېليارد افغانۍ عوايد راټول کړي دي. د دې ادارې مسوولانو نن پنج‌شنبه د (زمري په ۱۳مه) خبري کنفرانس په ترڅ کې د خپلو ...

Read More »

ژغورنې نړيواله کميټه: روان کال ښايي په افغانستان کې لوږه۹۷ سلنې ته ورسېږي

د ژغورنې نړيوالې کميټې مسوولانو ويلي، چې دامهال اکثره افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په خبره يې دغه شمېر ښايي د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال په نيمايي کې ۹۷ سلنې ته ورسېږي. يادې کميټې زياته کړې، چې افغانان دامهال ځان ته د خوړو په پيدا کولو ...

Read More »

پر اوکراين له بريد وروسته نن له دې هېواد د غنمو لومړۍ جوپه صادرېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) د اوکراين له اوډيسا بندري ښار څخه پر غنمو بار يوه بېړۍ حرکت وکړي. دا کار د هغې هوکړې په چوکاټ کې کېږي، چې په تېره جولای کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د روسيې او اوکراين ترمنځ په ترکيه کې ...

Read More »

افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ريل پټلۍ پروژې سروې پيلېږي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند حفيظ احمد ضياء خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد ولسمشرۍ د چارو ادارې له رئيس سردار عمرزاکوف سره ليدلي. د نوموړي په خبره، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ...

Read More »

ملګري ملتونه په پام کې لري چې د افغانستان زلزله ځپلو ته کورونه جوړ کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يا UNHCR له زرګونه هغو کسانو سره د بېړنيو مرستو خبر ورکړی، چې خوست او په پکتيکا کې د زلزلې له امله زيانمن شوي. دې ادارې ويلي، چې په يادو دوو ولايتونو کې يې له څه باندې ۱۱زره زلزله ځپلو کسانو ته پر ...

Read More »

حنفي: پانګوال دې د انرژۍ د توليد په شمول د پانګونې له موجوده فرصتونو ګټه واخلي

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، دامهال په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب کافي ظرفيت موجودی او په خبره يې پانګوال کولی شي چې د انرژۍ د توليد، کان کيندنې، پوهنې او سيلګرۍ په برخو کې له شته فرصتونو ګټه واخلي. نوموړي دا څرګندونې نن ...

Read More »

روسيې د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف کړه

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمري کابلوف خبر ورکړی، چې روسيې د ابتکار په توګه د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف او صفر ته يې رسولي دي. نوموړي دا خبر د افغانستان په تړاو د تاشکند کنفرانس ته د خبرو پرمهال ورکړی او ويلي يې دي، ...

Read More »

متقي: د امريکا اقتصادي بنديزونه په افغانستان کې د لوږې اساسي لامل دی

د افغانستان سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، سره له دې چې افغانستان له يوې خوا شل کلنې جګړې ځپلی، له بلې خوا د هېواد اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې هم دی. نوموړي نن سې‌شنبه د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د تاشکند ...

Read More »

تقي عثماني: کابل کې له ط.الب چارواکو سره پر اسلامي اقتصاد بحثونه پيل شوي

د پاکستان ديني عالمانو يو ۸ کسيز پلاوی پرون دوشنبه د (زمري په ۳مه) کابل ته راغلی او ورسره سم د باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې دا پلاوی به د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له ډلې سره خبرې وکړي او دې ته به يې قانع کړي چې د ...

Read More »

افغانستان له ترکمنستان څخه لسګونه زره ټنه مايع ګاز واردوي

د افغانستان سرپرست حکومت په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې له ترکمنستان څخه د لسګونه زره ټنو په اړه اندازه د مايع ګاز د واردولو خبر ورکړی. ارګ نن دوشنبه د (زمري په ۳مه) د يادې اعلاميې له لارې ويلي، چې د مايع ګاز واردول او دغه راز په ...

Read More »