Home » افغانستان (page 65)

افغانستان

مالیزیايي پلاوي له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي احمد اعظم عبدالرحمن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې افغانستان کې پر شته امنیت خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا یې افغانستان ته د خپل سفر موخه ښودلې ده. په دې ...

Read More »

د سرپل ښوونکو ته ښارګوټی جوړیږي

د ښار جوړونې وزارت په سرپل ولایت کې د معلمانو د ښارګوټي د جوړولو د عملي کار د پیل اعلان وکړ. د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې : دغه ښارګوټی د سرپل ولایت په مرکز کې په څه دپاسه ١٥٠ جريبه ځمکې کې ابادیږي. تمه ده ٣٠١ د ...

Read More »

عراق کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۸ شیعه زیارت کوونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

د عراق د روغتیا وزارت چارواکو نن وویل، چې لږ تر لږه اتلس کسان چې ډېره برخه یې ایراني زیارت کوونکي دي د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دوو بسونو د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي. فرانس پرس خبري اژانس د یو روغتون د چارواکو له قوله ...

Read More »

د کربلا زیارت کوونکو ته په پاسپورټ اخیستو کې لومړیتوب ورکول کیږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورت د وېش په بهیر کې د کربلا زیارت کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. دغې ادارې پر خپلې اېکس شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره، ادعا کړې چې دا بهیر دوام لري او هره ورځ لسګونه زیارت کوونکو ته پاسپورټونه ...

Read More »

بدخشان کې د ترافیکي پیښې له کبله د یوې کورنۍ۷ غړي مړه شوي

د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ له غرمې وروسته د دې ولایت د ياوان ولسوالۍ د شينګان په کلي کې یو هیلو کس ډوله موټر له سړک څخه پریوتی، چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي. د سرچینې په خبره، چې د ...

Read More »

د پاکستان له زندانونو څخه ګڼ شمېر افغان کډوال خوشي شوي

د کډوالو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶ تنه افغانان خوشي شوي او بېرته وطن ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزارت په ټوییټر کې لیکلي، چې دا ۳۶ تنه آزاد شوي او ډيپورت شوي افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د ...

Read More »

په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو او سالنګونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، تالنده او برېښنا او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی. ...

Read More »

د هېواد په شپږو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیلېږي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق “یونسېف” وايي نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. تېره اونۍ هم په ګڼو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ترسره شو چې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان ته پکې ...

Read More »

د پاکستان له زندانونو، څلوېښت افغان کډوال خوشي شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو چارو وزارت په اېکس (ټوېټر) کې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په تېرو دوو ورځو کې څلوېښت کسان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي. د تورخم د کډوالو چارو مشر د مالوماتو له مخې، ...

Read More »

د داعش د پیاوړتیا په اړه رپوټونه بې ثباتۍ ته لمن وهي

سرپرست حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال هغه رپوټ رد کړی چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نامه د وسله والې ډلې وړتیاوې او بریدونه ډېر شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ...

Read More »