د بېپولې خبریالانو بنسټ، (RSF) ويلي، چې د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو، فشارونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، له همدې نېټې وروسته څو افغان خبریالان نیول شوي او ...
Read More »داسلامي علماوو ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې
د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې رئیس، علي القره داغي د یوې فتوا په صادرولو سره د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. القره داغي په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له ...
Read More »د جرمني په بن ښار کې د افغان اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بېرته پيل شو
د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې له اوږد ځنډ وروسته يې د هېواد اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بيرته پيل کړی. د یادې قونسلګرۍ د چارواکو په وینا، شاوخوا ۴۰۰۰ پاسپورټونه دا مهال د چاپ په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې ...
Read More »يلدا حکيم د کال د غوره ټلوېزيوني وياندې جايزه وګټله
د سکاینیوز افغانيالاصله خبریالې یلدا حکیم د کال د غوره ټلوېزیوني شبکې د ویاندې جایزه وګټله.نوموړې دا جایزه د بریټانیا د «سلطنتي ټلوېزیون د جایزو ټولنې» په کلنیو مراسمو کې چې په دغه هېواد کې له مشهورو پروګرامونو ګڼل کېږي، ترلاسه کړې ده. د یاد پروګرام کتونکي پلاوي د ټلوېزیون ...
Read More »د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه نړیوالې اندېښنې
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي. کابلوف دغه څرګندونې تېره ورځ په مسکو کې د ا.ا له سفیر ګل حسن حسن سره دليدنې پر مهال کړې.په مسکو کې افغان سفارت پر ...
Read More »د بښنې نړيوال سازمان؛افغان خاوره کې د پاکستان پوځ برېدو ته غبرګون ښودلی
د بښنې نړيوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان پوځي رژيم لخوا پر ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د برېدونو له امله د ملکي وګړو تلفاتو ته اندېښنه لري. په دې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه باید په شفافه، خپلواکه او بېطرفه توګه وڅېړل ...
Read More »ريجارډ بنټ د پاکستان پوځ په برېدونو کې د افغان ملکيانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د پاکستان د پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي توګه د ماشومانو پر مرګژوبله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. بنټ د دې پېښو په اړه ویلي، چې د پاکستان ...
Read More »د بشري حقونو نړیوال بنسټ: پر ملکي وګړو برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
د بشري حقونو نړیوال بنسټ(IHRF) د اعلامیې په خپرولو سره وایي، پر ملکي وګړو بریدونه له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د دوی په خبره، د نوزېږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ وژلو لپاره هېڅ ډول توجیه د منلو نه ده. یاد بنسټ د پاکستان د برید په ...
Read More »حامدکرزي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ برېدونه غندلي
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان پوځي رژيم هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی. کرزي پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب لاره ...
Read More »پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي برېدونه؛ کابل د اسلام اباد اقدام غندلی
د پاکستان له لوري د پرلهپسې تیریو په دوام، یو ځل بیا د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې پر ملکي اهدافو هوايي بریدونه شوي دي.د راپورونو پر بنسټ په دغو بریدوند کې د دیني مدرسې او د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس