د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، چې یاد کسان تېره شپه د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا ټول برمته شوي کسان خوشي شوي او وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د میدان وردګ پولیسو د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي و ...
Read More »ولسي جرګې ۷ نوماند وزیرانو ته تایید او دوه تنه یې رد کړل
د افغانستان ولسي جرګې پرون دوشنبې د نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) د نهو نوماندو وزیرانو لپاره د رایې اچولو صندوقونه کېښودل چې له ډلې څخه ۷ تنه تائید او دوه تنه یې رد شول. د ولسي جرګې د تېره ورځې مجلس نصاب ۲۴۴ تنه و او هر نوماند وزیر باید ...
Read More »دفاع وزارت:په غزني کې د تېرې ورځې موټر بم چاودنې طراح ووژل شو
د دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی. دافغانستان د ملي دفاع وزارت نن دوشنبه د نومبر ۳۰ (لېنډۍ ۱۰) په خپره کړې خبرپاڼې کې ویلي چې «حمزه وزیرستاني» په غزني کې د ملي ...
Read More »ملي امنیت:طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونو وکړي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونه وکړي او مسوولیت یې ونه مني. ملي امنیت ریاست په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، وسلهوالو طالبانو ته له کویټې شورا امر شوی ترڅو په افغانستان او په ځانګړې توګه په ...
Read More »قطر کې مذاکراتي پلاوي د طرز العمل په ۲۱ مادو باندې توافق ته رسېدلي
د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وايي، د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره د مقدمې په استثنا د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي. یاد پلاوی زیاتوي چې د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه طرز العمل به عمومي ...
Read More »چارواکي:په لغمان کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د لغمان ولایت چارواکو پدې ولایت کې د ۶۱ طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي نن یکشنبه د نومبر۲۹ ( لېنډۍ ۹) په دوو جلاجلا تازه اعلامیو کې چې رسنیو یې ته استولې لیکلي چې دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ...
Read More »شاه محمود قریشي یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده. شاه محمود قریشي د نایجیر پلازمینه نیامي کې د اسلامي همکارایو سازمان غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کفرانس څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر ...
Read More »صالح:پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ماشوم یې جنسي تیری کړی
امرالله صالح وایي پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ماشوم یې جنسي تیری کړی وو. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې د یوې مودې راهیسې د کابل د امنیتي چارو او نظم د ټینګښت د مسئولیت چارې پرمخ وړي. نن شنبه د نومبر ۲۸ (لېنډۍ ۸) ...
Read More »دفاع وزارت:په هلمند او اروزګان ولایتونو کې ۳۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي ملي امنیتي اودفاعي ځواکونو په هلمند او اروزګان ولایتونو کې په ځوابیه بریدونو کې ۳۱ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دفاع وزارت د یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي،چې د هلمند ولایت په ناوې، نهرالسراج او نادعلي ولسوالیو کې د ملي امنیتي ...
Read More »په افغانستان کې بمونه په یو کال کې ۱۵۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
له بمونو څخه د زیانمن شویو افغانانو موسسې راپور خپور کړ چې په ۲۰۱۹ م کال کې د بمونو په چاودنو کې ۵۷۹ تنه وژل شوي او ۹۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي. یاده موسسه ویلي چې د ماینونو په چادنو کې د قربانیانو ۸۴ سلنه يې نارینه او ۱۶ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس