په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې پرون (سهشنبې، د کب ۶مه) د ناڅاپي سېلاب راوتلو له امله دریو نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی. دې ادارې په یوه بله اعلامیه کې زیاته کړې، چې ...
Read More »یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزو اسانتیاوو د پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې په برخو کې مرستې برابرې کړي دي. د ...
Read More »غزني کې د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله رامنځته شوې
د غزني چارواکي په دغه ولایت کې د څلورو ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی. د امنیه قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار د غزني ښار اړوند ناني بازار ته څېرمه په یو وخت د څلورو ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ او یوولس نور ...
Read More »سره میاشت: هره میاشت پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هره میاشت د هېواد په روغتونونو کې پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوي. د دې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن د یادې ټولنې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي: “زموږ تر ټولو زیاته بودیجه د زړه ...
Read More »د افغانستان د اقتصادي بې ثباتۍ په تړاو د نړیوال بانک اندېښنه
نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمښت او له پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی. د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د ...
Read More »ا.ا: سور صلیب باید د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې مرسته وکړي
د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره په یوه کتنه کې له افغانستان څخه بهر د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر «پیر کراهنبو» په کابل کې د بهرنیو چارو له ...
Read More »جاپان ته د ا.ا د یوې پلاوي سفر
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ا.ا د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري له یوه پلاوي د جاپان هېواد توکیو ته په سفر تللی دی او هلته به له جاپاني چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي. د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د دغه خبر پخلی کړی ...
Read More »پاکستان په جبري توګه ۳۶نور افغان کډوال هم ایستلي
تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، پاکستان پرون (شنبې د سلواغې په ۲۷مه) ۳۶ افغان کډوال چې یو شمېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، په جبري توګه افغانستان ته را لېږدولي دي. ښاغلی ګوهر زیاتوي، چې دا ...
Read More »ا.ا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې پکې ویلي شوي، افغانستان د پاکستان د تحریک ط.ا.ل.بان (ټي ټي پي) او جماعت انصارالله (تاجیکستاني ط.ا.ل.بان) رویزنیز مرکزونه لري. مجاهد له رسنیو سره یاد راپور رد کړی او دا یې د ځینو هېوادونو او ...
Read More »له خوست څخه د څه باندې لس میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهره ته صادره شوه
د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه په روان لمریز کال کې د څه باندې لس میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د مسوولینو په وینا په دغه صادره شوې مېوه کې د جلغوزې، پستې او بادامو په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس