Home » افغانستان (page 22)

افغانستان

پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي برېدونه؛ کابل د اسلام اباد اقدام غندلی

دپاکستان هوایي برېد

د پاکستان له لوري د پرله‌پسې تیریو په دوام، یو ځل بیا د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې پر ملکي اهدافو هوايي بریدونه شوي دي.د راپورونو پر بنسټ په دغو بریدوند کې د دیني مدرسې او د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له ...

Read More »

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تر ټولو سخته څپه پیل شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو، بندي کولو او جبري ایستلو تر ټولو سخت پړاو پیل شوی دی.راپورونه ښيي امنیتي ادارو په اسلام‌اباد، کویټه، کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې پکې سلګونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته یا د اسنادو د ارزونې تر نامه ...

Read More »

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د عامو خلکو لخوا ۵ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د روان ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل څخه تر اوسه د دې ولایت اوسېدونکو د پوهنې بهیر د پیاوړتیا په موخه پنځه میلیونه افغانۍ مرستې کړې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند ...

Read More »

هند یو ځل بیا افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړه

له څلور کلن ځنډ وروسته، هند د افغانانو لپاره د ویزو ورکولو لړۍ بیا پیل کړه. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا پرېکړه د هند د بهرنیو چارو د وزیر ویکرام میسري او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ترمنځ په دوبۍ کې وشوه. په ...

Read More »

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

کرېکټ ملی لوبدله

افغان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د کرېکټ نړيوالې شورا د يو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړ. د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د تېرو څو کلونو راهیسې افغان ملي لوبډلې غوره ...

Read More »

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت د خُلم ولسوالۍ په لاره د ۵۸۰ موټر د چپه‌کېدو له امله ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت الله رحماني ویلي چې دا پېښه نن سهار (سه شنبه) «کفتر خانه» سیمې اړوند شوې ...

Read More »

کونړ کې راستانه شويو هېوادوالو ته پنډغالی پرانستل شو

کونړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې هېواد ته د راستانه شويو کډوالو لپاره د يوه پنډغالی پرانيسته وشوه. د دغه وزارت د خبر پاڼې له مخې، د کار چارو معین محمد زاهد احمدزی تورخم ښارګوټي ته له سفر وروسته کونړ ولایت ته لاړ او هلته یې د ا.ا ...

Read More »

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. دغو کارپوهانو د افغان کډوالو پر جبري ستنولو اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې پاکستان بايد د ...

Read More »

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان هغو مسافرو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان تذکرې ولري او د تورخم پولې له لارې به بېرته هېواد ته راستانه شي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي عرفات مهاجر، وویل چې د ...

Read More »

نن د هېواد په ١٥ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته. دغه ریاست نن (دوشنبې، د وري ۴مه) په هرات، فراه، هلمند، ارزگان، غزني، ډایکندي، ...

Read More »