Home » افغانستان (page 238)

افغانستان

افغان حکومت: طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پرون شنبه (د غویي ۵مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د روژې په دې دوولسو ورځو کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی. حمید روشن وایي چې په ...

Read More »

امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي اېستلو لپاره سیمې ته بي ۵۲ الوتکې استوي

رویداد خبري آژانس

امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د خوندي اېستلو لپاره  سیمې ته ( B-52 ) ډوله بم غورځوونکې الوتکې راستوي. او ددې احتمال شته چې په افغانستان کې خپل سرتیري هم ډېر کړي.  د امریکا ددفاع وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې شپږ بي ۵۲ ډوله الوتکې ...

Read More »

ترکیه، پاکستان: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي

رویداد خبري آژانس

پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر یوې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او طالبانو ته ...

Read More »

دفاع وزارت: غزني کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ د غزني ولایت په اندړ او قره باغ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه وزارت نن پنجشنبه (د غویي ۲مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي ...

Read More »

اوچا: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان بې کوره شوي

رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکط اداره ( اوچا ) وایي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان بې کوره شوي دي. د اوچا ادارې د شمېرو له مخې، د جنوري له میاشتې راپه دې خوا ۱۸ زره کسان په ننګرهار کې او ۱۲ ...

Read More »

ترکیه: د سولې په اړه د استانبول غونډه تر اختر وروسته ترسره کېږي

رویداد خبري آژانس

د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکې غونډه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی. د اوغلو په ...

Read More »

د بشري حقونوکمېسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی

رویداد خبري آژانس

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړو له امله عام وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي ...

Read More »

افغان ولسمشر: طالبانو د هېواد زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی

رویداد خبري آژانس

ولسمشر محمد اشرف غني وایي وسله والو طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربنانو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی. ولسمشر غني نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې که د جوړولو قوت ...

Read More »

قریشي: طالبان دې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبانو ته په کار ده چې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې د بهرنیو سرتیرو په وتلو کې ځنډ د لوجستیکي مسایلو ...

Read More »

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له یو زندانه ۲۸ ملکیان راخوشي کړي

رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د افغان کمانډو ځواکونو یې تېره شپه  د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.  دغه وزارت نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه ) په یوه ...

Read More »