Home » سیمه او نړی (page 163)

سیمه او نړی

امریکا پر عربستان هوایي برید غندلی

رویداد خبري آژانس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په مرکز ریاض باندې هوايی برید غندلی دی او ویلي دي چې دا «د ولسي خلکو د وژلو هڅه» وه. د سعودي عربستان دولتي‌رسنۍ وایي‌ دغه هېواد د شنبې په ورځ په ریاض باندې د میزایلو او یا بې پیلوټه الوتکې ...

Read More »

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته ورسېده

رویداد خبري آژانس

شاوخوا ۱۳ میاشتې مخکې د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته رسېدلی دی. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون چې د کروناویروس په اړه ارقام راټولوي او خپروي، ...

Read More »

ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته په پاکستانيو الوتکو کې د سفر نه کولو سپارښتنه کړې

رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته په داسې حال کې په پاکستان کې د رجسټر هوايي شرکتونو په الوتکو کې د سفر نه کولو خبرداری ورکړی چې اندېښنې دي چې ښايي ځینې پیلوټان د الوتکو الوځلو وړتيا ونلري. د ملګرو ملتونو د امنیتي مديريت ادارې (يو اېن اېس اېم اېس) په ...

Read More »

هالنډ پولیسو؛ د نړۍ د مخدره توکیو یو ستر قاچاقبر نیولی

رویداد خبري آژانس

د هالنډ پولیسو یو کس نیولی چې ادعا کیږي د مخدره توکیو د قاچاق یو ستر مشر دی او د مشهورو فراریانو له ډلې څخه دی چې پولیس یې له کلونو راهیسې د نیولو هڅه کوي. دغه کس چې تسي چي لوپ، نومیږي، چینایي الاصله کاناډایي دی او د هالنډ ...

Read More »

امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۵ میلیونه واوښت

رویداد خبري آژانس

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ میلیونه اوښتی او کېدای شي دا شمېره نوره هم لوړه شی. امریکا هغه هېواد دی چې د کرونا ناروغي پکې تر ټولو هېوادونو زیاته شوه او ډېر بې ساري تلفات یې په ...

Read More »

اسراییلو او اماراتو د یو بل په خاوره کې سفارتونه پرانیستل

رویداد خبري آژانس

متحده عربي اماراتو او اسراییلو د یو بل په پلازمینو کې خپل سفارتونه پرانیستي دي. د اسراییلو حکومت ویلي چې له متحده عربي اماراتو سره یې د اړیکو تر جوړېدو وروسته په دغه هېواد کې خپل سفارت پرانیستی دی او د ديپلوماتیکو اړیکو د لا ښه کېدو لپاره به هڅې ...

Read More »

ترکیه کې د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله نیولې

رویداد خبري آژانس

ترکیه وايي، د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله‌یې نیولې ده. د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ۷۲ تنه په ۱۲ ولایتونو کې د هم‌مهالو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. د دې اژانس پر اساس، دغو کسانو د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، عراق او ...

Read More »

چین کې تازه ۱۷۲ کسان په کووید-۱۹ اخته شوي

چین وايي، تازه ۱۷۲ کسان په کووید-۱۹ اخته شوي دي. د چین روغتیايي چارواکو نن یکشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغه ۵) وویل، په داسې حال کې چې د خپل هېواد په شمال کې د کووید-۱۹ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، ۱۷۲ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي. تېره ...

Read More »

جو بایډن د امریکايي پوځیانو وژلو لپاره د روسیې له لوري د پېسو ورکولو ادعا څېړي

رویداد خبري آژانس

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن استخباراتي ارګانونه وګماري چې هغه ادعاوې وڅېړې چې ګنې روسیې د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې طالبانونه ته انعام او پېسې ورکړي‌دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې امریکا به له روسیې سره د « غیرمسولانه او خصومتي» چلند ...

Read More »

د روسیې ۶۰ ښارونو کې د الکسي ناوالني د پلویانو لاریونونه

رویداد خبري آژانس

د نیول شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني پلویانو پرون شنبه جنوري ۲۳ (سلواغه ۴)‌ د روسیې په ۶۰بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له کرملین څخه یې د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه. مظاهره کوونکو د اعتراض نه کولو په اړه د پولیسو خبرداري او خنډونه ...

Read More »