په يمن کې فعالې هوثي وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د (لړم په ۲۹مه) يې د بېپېلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پلازمېنې رياض په ګډون پر څو ښارونو ۱۳ راکېټونه ويشتلي دي. د دې ډلې وياند يحی ساري پرون د يوه خبري کنفرانس پرمهال ...
Read More »ټيټيپي پاکستان ته په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر د پرانيستو شرط وړاندې کړی
د پاکستان ايکسپرېس ټرېبين ورځپاڼې خبر ورکړی چې پاکستان حکومت د سولې مذاکراتو په بدل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري په وړاندې شويو شرطونو کې، يو هم د يادې ډلې له لوري په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر پرانيستل دي. ايکسپرېس ټرېبيون په خپل راپور ...
Read More »هند کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه مړه او ورک شوي
هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي اندرا پردېش ايالت کې د زياتو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني زيان هم اړولی دی. د راپورونو له مخې د تېر جمعې په ورځ په ياد ايالت کې دوه بسونه چې سوارلۍ په کې وې، ...
Read More »لوکاشينکا: هو، بېلاروسي ځواکونو له کډوالو سره مرسته کړې څو اروپا ته يې واوړي
د بېلاروس ولسمشر الېکسانډر لوکاشينکا ومنله چې ځواکونو يې اروپا ته له اوښتونکو کډوالو سره مرسته کړې څو د دغه هېواد پولې په اسانۍ سره طی او پولنډ ته په دننه کېدو سره اروپا ته واړوي. نوموړي له بيبيسي سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، واضېح ده چې کډوال ...
Read More »کاملا هېرېس په لومړي وار د ميرمنې په توګه د ولسمشر دنده ترسره کړه
د امريکا CNN ټلوېزيون راپور ورکړی چې د امريکا مرستيالې ولسمشرې کاملا هېرېس پرون جمعه د (لړم په ۲۸مه) له بشپړ واک او مسووليت سره د يو ساعت او ۲۵ دقيقو لپاره د امريکا د دولت رياست په غاړه اخيستی و. د راپور له مخې، ميرمن هېرېس د امريکا په ...
Read More »د پاکستان کې د نوي قانون له مخې پر جنسي تېري مرتکب کېدونکي کسان خصي کېږي
د پاکستان پارلمان له بحثونو وروسته په دغه هېواد کې د جنسي تېريو د لوړ شوي ګراف راټيټولو په موخه نوی قانون تصويب کړی دی. د دغه قانون له مخې به هغه کسان په عمري بند د محکېدو ترڅنګ د درملو په وسيله هم خصي کېږي، چې د جنسي تېري ...
Read More »له ارمنيايي ځواکونو سره په تازه نښته کې د اذربايجان ۷ سرتېري وژل شوي
د ارمنيا او اذربايجان ځواکونو يو وار بيا د دواړو هېواونو ترمنځ ګډې پولې ته څېرمه نښته کړې او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د اذربايجان دفاع وزارت ويلي، په ياده جګړه يې ۸ تنه سرتېري وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي. د ...
Read More »نوي ډهلي کې د هوا ککړتيا له امله ښوونځي وتړل شول
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوا سختې ککړتيا له امله حکومت پرېکړه کړې چې تر يوې مودې پورې دې په دغه ښار کې ښوونځي وتړل شي. د هند د هوا کيفيت د مديريت کولو کمېسيون ويلي، دامهال په نوي ډهلي کې هوا ډېره ککړه شوې او اړتيا ...
Read More »امريکا له اېتوپيا څخه خپلو وګړو ته په بېړه د وتلو لارښوونه کړې
په اېتوپيا کې د جګړې زياتوالي او دغه راز په ياده جګړه د ټېګري وسلهوالو له پرمختګ سره سم، امريکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې وضعيت خراب دی او په بېړه دې له دغه هېواد څخه ووځي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس په يوه خبرپاڼه کې ...
Read More »نظامالدين قيصاري په ايران کې د جعلي اسنادو جوړونې په تور نيول شوی
ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان تېر نظام يو چارواکی نظامالدين قيصاري يې افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولی دی. د ايران د وګړو او کډوالو چارو وزارت د دارالانشاء مسوول مهدي محمودي رسنيو ته ويلي، قيصاري د دې ترڅنګ چې افغان وګړو ته ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس