Home » اقتصادی (page 34)

اقتصادی

ايران: د کنګل شوې شتمنۍ ازادول د افغانستان اقتصاد لپاره حياتي دي

په ملګرو ملتونو کې د ايران استازولۍ مرستيالې زهرا ارشادي پرون چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) د افغانستان په اړه د دغه سازمان امنيت شورا په غونډه کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو ټينګار کړی دی. نوموړې ويلي چې دامهال افغانان له اقتصادي پلوه په ناوړه وضعيت کې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان له اقتصادي پلوه د بحران اوج ته نږدې شوی

د ملګرو امنيت شورا پرون چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) د ځانګړې غونډې پرمهال په افغانستان کې د اقتصادي بحران زياتېدو له امله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې دغه هېواد د اقتصادي بحران اوج ته نږدې شوی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانکړې استازې ...

Read More »

چين؛ پر روسيې د امريکا او لويدېځ هېوادونو اقتصادي بنديزونه وغندل

چين اعلان وکړ چې پر روسيې د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي هېوادونو له لوري د بنديزونو له لړۍ سره نه يو ځای کېږي او ياد بنديزونه يې غندلي دي. د چين د بيمې او بانکي مقرراتو د تنظيم کمېسيون رئيس ګويو شوکينګ وايي، بيجينګ نه يوازې دا چې د ...

Read More »

نړيوال بانک له افغانستان سره د ۱ مېليارد ډالر مرستې اعلان وکړ

په داسې حال کې چې لا هم د نړيوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې د بشري ناورين د دوام خبرونه ورکړل شوي، په دې ترڅ کې تازه نړيوال بانک پرون سې‌شنبه ناوخته د (کب په ۱۰مه) له افغانستان سره د يو مېليارد ډالري بشري مرستې اعلان وکړ. روېټرز خبري ...

Read More »

چارواکي: هره ورځ نږدې ۳زره افغانان ايران د اقتصادي ستونزو له امله ايران ته ځي

د دوی په خبره، ياد کسان په افغانستان کې د سياسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله ايران ته روان دي او زياتوي چې ايران ته د تلونکو افغانانو له ډلې ۲نيم زره هغه يې قانوني اسناد لري. د سلام‌قلعې بندر د کميسارۍ مرستيال همايون همت له رسنيو سره په ...

Read More »

د سپين بولدک-چمن لار بېرته پرانيستل شوه

نن يک‌شنبه د (کب ۸مه) د سپين بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ او د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانيستل شوه. د کندهار د والي وياند له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د يادې لارې د خلاصون په موخه له بلوچستان څخه يو پلاوی کندهار ورغلی و او ...

Read More »

“د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له يو مېليارد ډالرو هم کمه شوې”

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان پارلمان ته يوه لېږلي راپور کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې له کموالي شکايت کړی. په راپور کې ويل شوي، کلونه وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په کلنۍ توګه ۲.۵ مېليارده ډالر وه؛ خو په ...

Read More »

د افغانستان بانک نن يک‌شنبه ۱۲ ميليون ډالر لېلاموي

د افغانستان بانک پرون شنبه ناوخته د (کب په ۷مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې نن يک‌شنبه به ۱۲ ميليون ډالر په پولي بازار کې لېلام کړي. په خبرپاڼه کې د افغانستان بانک له خصوصي بانکونو، صرافيو او د پولي خدمتونو د وړاندې کولو له شرکتونو ...

Read More »

ملګري ملتونه: د لوږې او خوارځواکۍ له امله ښايي تر ۱۳۰زرو افغان ماشومان مړ شي

د ملګرو ملتونو او نړيوالو نادولتي موسسو ګډ پلاوی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت د ارزونې په موخه څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی وايي، د دوی موندنې ښيي چې افغانستان په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې هم له يوه سخت بشري وضعيت سره مخ دی. د لوړپوړو ...

Read More »

سور صليب: د افغانانو ژوند بايد له سياسي لوبو قرباني نه شي

د سره صليب نړيواله کميټه وايي، لا هم د افغانستان عامه خدمتونو وړاندې کولو بنسټونه عامو افغانانو ته د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه نه دي شوي او اړتيا ده چې له دې هېواد سره له مرستو درېغ ونه شي. د سره صليب نړيوالې کميټې پرون جمعه د (کب ...

Read More »