Home » افغانستان (page 94)

افغانستان

بلېنکن: مارک فريرکس د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې ازاد شو

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني لېنکن په افغانستان کې د بندي امريکايي وګړي مارک فريرکس له بند ازادېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې راخوشی شو. نوموړي ويلي، چې د مارک د خوشي کولو هڅو څو مياشتو وخت ...

Read More »

متقي: له زندان د بشير نورزي خلاصون د امريکا-افغانستان د اړيکو نوی باب دی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د ګوانتانامو له زندان څخه د حاجي بشير نورزي ازادېدل د امريکا او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوی فصل پرانيست. نوموړي د بشير نورزي د ازادۍ په تړاو جوړو شوو مراسمو کې ويلي، له زندان د حاجي بشير ازادېدل دا پيغام ...

Read More »

له شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د فليپين لوبډلې ته لوبه وبايلله

د اسيا له شلو کلونو کم عمره فوټبال جام سياليو لپاره د غوراوي په روانو سياليو کې، افغانستان خپل درېيمه لوبه فليپين لوبډلې ته وبايلله. دغه لوبه بېګاه يک‌شنبه د شپې د (وږي په ۲۷مه) ترسره شوه او افغان لوبډلې د يو او صفر په مقابل کې ياده لوبه فليپين ...

Read More »

ملګري ملتونه: طالبان د خپلو اړوند کسانو د کړنو پر وړاندې مسوول دي

د ملګرو ملتونو ځينو چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی، چې په خواله رسنيو کې پنجشېر ته د منسوبو لاس په لاس کيدونکو ويډيوګانو د څېړلو په اړه يې کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: قزغيزستان او تاجکستان دې لانجه په خبرو غوڅه کړي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت نن يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ په پوله کې پر روانې جګړې اندېښنه ښودلې ده. د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، افغانستان د قرغيزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي ...

Read More »

خيبر پښتونخوا کې ۳زره تنه پر ډينګي ناروغۍ اخته شوي

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر ولسواليو کې يو وار بيا د ډينګي ناروغي زياته شوې او په دې وروستيو کې پر ياده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳زرو ته رسېدلی دی. ځايي روغتيايي چارواکو ويلي، چې په پښتونخوا کې پر ډينګي د اخته کسانو ډېری هغه يې د مردان، ...

Read More »

ګوټريش: د نجونو ښوونځيو د تړلو له امله، تېر فرصتونو نشي ترلاسه کېدای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د منعه کولو يو کال پوره کېدو له امله غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، ټيک يو کال وشو چې افغانې نجونې ښوونځيو ته له تګ منعه شوي دي. نوموړي په دې اړه نن يک‌شنبه د ...

Read More »

يوناما: د نجونو ښوونځيو بندښت افغانستان له ناامنۍ او لوږې سره مخ کولی شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما له شپږم ټولګي د پورته زده‌کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځيو د بندښت يو کال پوره کېدو په اړه په غبرګون کې، دا کار غموونکی او د شرم وړ بللی دی. يوناما نن يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) خپره کړې اعلاميه ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د افغانستان د حکومت رسميت پېژندنې لپاره کورنی مشروعيت مهم دی

د اروپايي ټولنې چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت رسميت پېژندنې مسئلې ته په اشارې سره ويلي، چې د دې هدف ترلاسه کولو په موخه طالبانو ته په کار دي چې يو لړ ګامونه پورته کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن نن يک‌شنبه د (وږي په ...

Read More »

د کابل-کندهار د لويې لارې د رغولو چارې پيل شوې

د سرپرست حکومت چارواکو خبر ورکړی، چې د کابل-کندهار د لويې لارې د رغولو چارې پيل شوي او زياته کړې يې ده، له ټاکل شوې نېټې سره سم به ياده لار په اساسي توګه ورغول شي. ملي ټلوېزيون په دې اړه خپاره کړي راپور کې د چارواکو له قوله ويلي، ...

Read More »