Home » افغانستان (page 120)

افغانستان

اوچا د زلزې له امله د پکتيکا وېجاړو شوو ځايونو په رغولو کې همکاري کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا مسوولان وايي، په پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شوو کورنيو ته به يې د مرستو رسول دوام ومومي. دا څرګندونې په افغانستان کې د اوچا رئیس ایزابل موسارد کارلسن پرون يک‌شنبه د (چنګاښ په ۵مه) د ...

Read More »

لويې جرګې دايېرولو ته د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان مشروطه خوشبيني ښودلې

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د ښځو برخې مشرې هيدبار د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د لويې جرګې رابللو پر پرېکړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، تمه ده چې دا جرګه به د ښځو او نجونو حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي. نوموړې پرون يک‌شنبه ...

Read More »

حقاني: پر افغانستان د امريکا بنديزونو زلزله ځپلو ته د بهرنيو مرستو لېږد اغيزمن کړی

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني وايي، چې پر افغانستان د امريکا له لوري لګېدلي بنديزونو زلزله ځپلو خلکو او سيمو ته د مرستندويه بنسټونو او د ځينو هېوادونو د مرستو لېږدول اغېزمن کړي دي. نوموړي له الجزيره ټلوېزيون سره په خپله تازه مرکه کې زياته کړې، چې نړيوال ...

Read More »

سويلي وزيرستان کې د هوان مرمۍ چاودېدو له امله ۲تنه وژل شوي او ۴ ټپيان دي

په سويلي وزيرستان کې ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په واڼه کې د هوان يوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۴ ماشومان ټپيان شوي دي. سرچينو ويلي چې دا چاودنه د واڼه د کباړ په يوه مارکېټ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليون ډالرو ته اړتيا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستيال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رميز الااکبروف وايي، په پکتيکا او خوست کې د زلزلې له کبله اوښتو زيانونو ته په پام سره اړمنو ته د مرستو رسولو په موخه ۱۵ ميليون ډالرو ته بېړنۍ اړتيا ده. نوموړي پرون ناوخته ...

Read More »

امريکا غواړي په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سولېوان په يوه تازه بيان کې د زلزلې له امله په افغانستان کې د پر اوښتو مالي او ځاني زيانونو خوشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې امريکا غواړي له يادو قربانيانو سره مرستې وکړي. نوموړي زياته کړې، چې ولسمشر جوبايډن په افغانستان ...

Read More »

پکتيکا او خوست کې د زلزلې له امله د شهيدانو شمېر ۳۲۰ تنو ته پورته شوی

په پکتيکا او خوست کې د تېرې شپې زلزلې له امله د شهيد او ټپي شوو کسانو شمېر له لومړنيو هغو د پورته کېدو په حال کې دی. طبيعي پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستيال محمد نسيم حقاني رسنيو ته ويلي، له پکتيکا څخه تازه ترلاسه ...

Read More »

حکومت د تېرې شپې زلزلې ځپلو لپاره له مرستندويه بنسټونو مرسته غوښتې

د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي تائيد کړې چې تېره شپه سختې زلزلې د هېواد سوېل ختيځ ولايتونه لړزولي او په کې خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اوښتي دي. نوموړي نن چهارشنبه د (چنګاښ په لومړۍ) خپل ټوېټر کې که څه هم د ولسواليو نوم ...

Read More »

د پاکستان پارلمان له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو امر کړی

د پاکستان پارلمان امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازی علي وزير دې د لنډې مودې لپاره له زندان ازاد کړای شي. د پاکستان د پارلمان رئيس دا امر د تېرې سې‌شنبې په ورځ لاسليک کړی او سپارښتنه ...

Read More »

اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخيت پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳۱مه) کابل ته را رسېدلی او د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره يې ليدلي دي. د ليدنې پرمهال بخيت ...

Read More »